شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعطاالله لودین د قطر د خبرو د ځنډ عوامل څرګندوي

عطاالله لودین د قطر د خبرو د ځنډ عوامل څرګندوي

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچیانو د قطر د خبرو په پیل کې موافقه کړې وه چې د خبرو پر اختلافي موضوعاتو به له رسنیو سره خبرې نه کوي. خو وروسته له دې چې د طالبانو ویندوی نعیم وردک له خپلې ویبپاڼې سره په دې اړه خبرې وکړې او هغه موارد یې څرګند کړل چې د ده په وینا د دواړو خواوو د تماس ډلو ترمنځ د اختلاف سبب دي، د افغانستان د مرکچي پلاوي یوه غړي مولوي عطاالله لودین هم په دې اړه د خپل لوري دلایل په یوه مرکه کې څرګند کړل. دا مرکه د افغانستان د سولې د وزارت له لوري خپره شوې ده.
له بلې خوا د طالبانو ویندوی نعیم وردک وویل چې د دواړو خواوو د تماس ډلو نن یو وار بیا د طرزالعمل پر جوړولو غونډه وکړه.

2 COMMENTS

  1. مولوی صاحب الله دی ژوندی لره ۰تاسی زمونږ لپاره د افتخار ځای یاست۰
    او پر تاسی فخر کوو۰
    تاسی یو حقیقی او واقعی مسلمان او عالم یاست۰ اسلام وعلیکم و رحمتالله

    رازمحمد کامه وال

  2. دواړه لوري باید د ډېر نرمښت په ښودلو سره دا وړۍ شړۍ کړي. که دا ځلې دا وړۍ شړۍ نشي، نو خدای مکړه دا هېواد به یو ځل بیا د لوی تاوان سره مخ شي او مسئولیت به یې د همدغو خواوو په غاړه وي. اصل حقیقت خو دادی چې دا دواړه لوري د پردیو په لا جوړ شوي او راوستل شوي قوتونه دي. د دې خوا لوی اکثریت د حکومت په لویو چوکیو غله او بلې خواته لوی اکثریت نه چلېدونکي سختدریځي دي چې که راهم شي، ډېر ژر به د خلکو له خوا ورټل شي. ملت نه غلا، چور او چپاول غواړي او نه هم بېحده مذهبي سختي. نو لوی خدای دې د بېوزلو مل او ساتونکی شي. دسولې د راتلو په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب