Homeخبرونهعبدالله له نن څخه د پاکستان درې ورځینی سفر پیلوي

عبدالله له نن څخه د پاکستان درې ورځینی سفر پیلوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۷) د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله نن په درې ورځیني سفر پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له عبدالله سره به په دې سفر کې د ملي مصالحې د عالي شورا یو شمېر غړي هم ملګري وي.

دا له کله چې عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ټاکل شوی دی، پاکستان ته د نوموړي لومړنی سفر دی. عبدالله د ملي یووالي د حکومت په مهال هم، چې اجراییه رييس و، پاکستان ته نه و تللی.

عبدالله به د پاکستان د درې ورځیني سفر په لړ کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان سره وویني.

دغه راز په پام کې ده چې د پاکستان د ملي جرګې رييس اسد قیصر او د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ورسره وویني.

ښاغلی عبدالله به د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت ته د وینا ترڅنګ له خبریالانو سره مرکې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د عبدالله سفر به د افغانستان پر سوله د دواړو خواوو د نظرونو د تبادلې او د دوو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا فرصت برابر کړي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې عبدالله ته داسې اشارې ورکړل شوي چې ګنې پاکستان د طالبانو او حکومت د جوړجاړي په صورت کې د ده په مشرۍ د یوه حکومت له جوړېدو سره موافق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...