جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکاپیسا: پر دوو ښځو د جنسي تیري په تور اوه تنه نیول...

کاپیسا: پر دوو ښځو د جنسي تیري په تور اوه تنه نیول شوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۷) دوه ورځې وروسته له هغه چې د کاپیسا ولایت کې د دوه میرمنو د ډله ایز جنسي تیري خبر خپور شو، د دغه ولایت امنیه قومندان وویل چې د دې قضیې په تړاو اوه تنه چې غیر مسوله وسله وال دي نیول شوي دي او څلور نور چې د ښځو په جنسي تیري تورن دي هم نیول شوې دي.

د کاپیسا د پولیسو په وینا، چې په دې ولایت کې یې د دوه ښځو د جنسي تیري په تور اوه تنه نیولي دي او د څلور تنو د نیولو په هڅه کې دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند، شایق شورش پرون ناوخته رسنیو ته وویل چې دغه اوه تنه وسله والو کسانو دوسیې د دوی له نیول کیدو او تحقیق وروسته د څارنوالۍ دفتر ته لیږل شوي دي.

دا اوه تنه داسې مهال نیول کیږي چې دوه ورځې وړاندې د کابل څخه کاپیسا ولایت ته تلونکی یو موټر د غرمې په شاوخوا دولس بجو د کوهستان ولسوالۍ کې ټکر وکړ او ودرید، وروسته د یوې غیر مسؤل وسله والې ډلې چې له سړک څخه تیریده، ولیدل چې د موټر په منځ کې دوه انجونې او درې سړي دي، دوی دغه موټر نامعلوم ځای ته وړی او وروسته د کاپیسا ولایت د یوې وکیلې د ورور په ګډون ۱۱ تنو په دغه انجونو جنسي تېری کړی.

د کاپیسا مسولین وایي چې اوه تنه یې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي، او د دوی قضیه تر څیړنې لاندې ده.

یوې بلې امنیتي سرچینې ، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازې، خدیجي الهام سره تعلق لرونکي یوولس ټوپک والو په دې دوو ښځو جنسي تیری کړی.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی، خدیجه الهام دا تورونه رد کړل.

هغې وویل
(دا خلک له ما سره تړاو نه لري. دغه وسله وال کسان غیر مسؤول دي، پر ښځو جنسي تیری نه دی شوی، او دغه ښځې د پولیسو لخوا د نشې په حالت کې نیول شوي وي.

هغه وایي موږ د دغه ښځو نوم ورکړ، هیڅ پیښه نه وه، حتی د عدلي درملو پایله معلوموي چې جنسي تیری نه دی شوی.

د دغه میرمنو د هویت په اړه ویل کیږي چې دوی د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ څخه دریو تنو ناینه وو سره له کاپیسا څخه کابل ته راتللې، خو غیر مسؤله وسله والو دغه میرمن په زوره وتښتولې او د هغوې بې عزتې یې وکړه.

دې پیښې د خلکو غبرګونونه راپارولي او خلکو د عاملینو د مجازاتو او د غیر مسؤلو وسله والو کسانو د ملاتړو د تعقیب غوښتنه کړي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب