جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: ټرمپ په وروستیو کلونو کې فدرال ادارې ته مالیات نه...

نیویارک ټایمز: ټرمپ په وروستیو کلونو کې فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي

تاند(دوشنبه، د میزان ۷) د امریکا ولسمشر میلیاردر ټرمپ په وروستیو کلونو کې د امریکا فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي.

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي ټرمپ سره له دې چې میلیاردونه ډالر پانګه لري او د امریکا په شتمنو کسانو کې راځي خو په وروستیو کلونو کې یې حکومت ته یوازې ۷۵۰ ډالر مالیه ورکړې ده.

سرچینه کاږي دوی داسې اسناد پیدا کړي چې ټرمپ او په ده پورې اړوندو شرکتونو په وروستیو کلونو کې د مالیاتو له ورکړې ډډه کړې ده.

هغه مهال چې ټرمپ واک ته رسېدو یوه ادعا هم دا وه، چې ټرمپ میلیاردونه ډالر د مالیاتو د ورکړې له درکه د حکومت پوروړی دی نو له همدې امله هڅه کوي واک ته ورسېږي او ځان له مالیاتو معاف کړي.

ټرمپ بیا وایي چې ده مالیات ورکړي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب