جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنشنل انټرسټ: د دوحې هوکړه تش په نامه وه، هیڅ جګړه کمه...

نشنل انټرسټ: د دوحې هوکړه تش په نامه وه، هیڅ جګړه کمه نه شوه

تاند(دوشنبه، د میزان ۷) نشنل انټرسټ لیکي د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه تش په نامه ده او ټرمپ یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره لاره جوړه کړې ده.

نشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې له طالبانو سره د هوکړې تر شا د ټرمپ موخې تر ډېره اقتصادي وې او له امنیتي مسایلو سره یې دومره خواخوږي نه لري.

د سرچینې په خبره ټرمپ یوازې غواړي د افغان جګړې کلنی پنځوس میلیارده ډالر لګښت له خپلو اوږو لرې کړي او تر څنګ یې خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ویل یې د امریکا ناپایه جګړې به پای ته رسوي.

سرچینه کاږي د دوحې هوکړې په لاسلیک جګړې نه دي کمې شوي، هره ورځ په افغانستان کې خونړۍ نښتې کېږي نو له همدې امله د طالبانو او امریکا هوکړه تش په نامه او دغه راز د ټرمپ لپاره د خټو پوزه وه، څو خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

نشنل انټرسټ داسې مهال دا مقاله خپروي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

1 COMMENT

  1. د دوحی هوکړه خو ددی لپاره نه وه چی افغانان د سوکالی په خواه بوځی او له دی بدبختیو خلاص سی، بلکه د دی لپاره وه چی ټرمپ په خپل انتخاباتی کمپاین کښی د امریکا خلک دوکه کړی او د ویلو لپاره څه ولری. په دی لوبه کښی پاکستان له ډیره مهارته کار اخلی او غواړی خپل ویجاړ اقتصاد ورغوی او په طالبانو خپلی ټولی غیر مشروع غوښتنی منی. له کله چی دد وحی ټړون لاسلیک سوی پاکستانی استخباراتی ډلی واضیح چیغی وهی چی طالبان ددوی ملیشی دی او د خپلو ګټو لپاره یی په افغانستان کښی جنګوی. دلته قدرت د خلکو په سرونو او وینو ګټل کیږی. له کومه وخته چی د سولی خبری پیل سوی زموږ په زرهاوو مسلمانان شهیدان سوی که چیری ریښتونی سوله غواړی باید مخکی له خبرو وویل سی چی باید یو افغان یوه لوری ته هم مړ نسی ولی اخلاص نسته ځکه د حکومت د بعضی مشرانو، د طالبانو د رهبری په سطحه او د خلیلزاد ګټی په جنګ کښی دی او دوی نه غواړی دا ګټی په هیڅ صورت له لاسه ورکړی. دوی چی ملیاردر دی دد ی جنګ له وجه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب