یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد کرنې او د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه افتتاح شوه

د کرنې او د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه افتتاح شوه

تاند (یکشنبه د میزان ۶) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرنې او خوړو د خوندیتوب بېړنۍ پروژه پیلېږي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا پروژه د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا تمویلیږي او تر راتلونکو دوو کلونو دوام کوي.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر ډاکتر انورالحق احدي وايي، ددې پروژې ټولیزه بودیجه ۱۰۰ میلیونه ډالر ده، چې ۴۵ میلیونه یې د افغانستان د بیارغونې صندوق او پاتې نوره یې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د ښاغلي احدي په وینا دا پروژه اوسمهال په کابل کې پیل شوې او تر راتلونکو دوو کلونو به د هېواد په کچه پراخوالی ومومي او په پلي کېدو سره به یې ۷۰۰ زره کسانو ته چې ۲۲ زره یې مېرمنې دي په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

په دې پروژه کې د ۱۸۰ کانالونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د ممیز خونو، پیازو او کچالو زېرمتونونو جوړول شامل دی.

ټاکل شوې د همدې پروژې په تطبیق سره په راتلونکو دوو کلونو کې د هېواد په شپږو زونونو کې د مڼو، پیازو او کچالو څه باندې ۱۰۰۰ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړې شي.

ددې پروژې تر څنګ حکومت د ملي دسترخوان تر عنوان لاندې یو بل پروګرام په کار اچولی، څو د خلکو لومړني ضرورتونه پوره او د لوږې کچه راکمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب