دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې ناامنیو د خلکو ژوند تریخ کړی

په کندوز کې ناامنیو د خلکو ژوند تریخ کړی

د تیرو دوه اونیو راهیسې، د کندوز په دشت ارچي، امام صاحب، خان آباد، علي آباد او حومه ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو بریدونه د کندوز په ښار او د ولسوالیو په ځینو سیمو کې ډیر شوي دي.

د کندوز اوسیدونکي د امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري او له مرکزي حکومت څخه غواړي چې دې ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، د کندوز د ولایتي شورا رییس، محمد یوسف ایوبي وویل که مرکزي حکومت د دې ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، وضعیت به نور هم خراب شي او په کندوز کې به درنه جګړه پیل شي.

ایوبي زیاته کړه چې کندوز اوس مهال تر محاصرې لاندې دی او که د ترانسپورت لارې خلاصې نه وي او طالبان د ښار له څنډو څخه ونه وځي، نو پدې ولایت کې د بشري ناورین امکان لرې نه دی.

له بلې خوا، په شمال ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان، جنرال علي یزداني اعتراف کوي چې د دغه ولایت د ځینو سیمو د نیولو په هدف د طالبانو خوځښتونه ډیر شوي دي.

په کندوز کې افغان امنیتي چارواکي وايي چې د تیرو دوو میاشتو راهیسې د سولې له خبرو سره هم مهاله د کندز په ښار او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه ډیر شوي.

هغوې وایي چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ډلې د بریدونو د شنډولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هیڅکله به ورته ماتې ونه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب