تاند(شنبه، د میزان ۵) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، هېواد یې افغانستان کې د سراسري اوربند ملاتړ کوي او په خبره یې، د افغانستان د روان بحران یوازینۍ حللاره خبرې دي.
عمران خان د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت عمومي ناستې ته ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغان جګړه هیڅ نظامي حل لاره نه لري او په وینا یې، له روان بحرانه د وتلو یوازینۍ لار خبرې اترې دي او دوی په دې برخه کې ډېره هڅه کړې ده او لا هم هڅو ته دوام ورکوو.
عمران خان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې مثبت رول لوبولی دی او قطر کې روانو بین الافغاني خبرو ته هم د دوی په همکارۍ لار هواره شوې.
نوموړي زیاته کړې چې اوس افغان لوریو ته په کار ده چې د سولې د بین الافغاني خبرو له دغه تاریخي فرصت څخه په استفادې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
عمران خان داسې مهال دغه خبرې کوي چې تیره شپه یې له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې وکړي او ولسمشر غني کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.