Homeخبرونهکونړ کې د لشکرطیبه ۵ پاکستاني غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د لشکرطیبه ۵ پاکستاني غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د کونړ ولایتي چارواکي وایي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د لشکرطیبه وسله والې ډلې درې غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوی دا عملیاتو تېره شپه د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

د مصمم په خبره وژل شوي او ټپیان پاکستانیان دي.

نوموړی زیاتوي، چې په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته یو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.

هغه زیاته کړه، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته یادې دلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...