سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهچارواکي وايي ډېر ژر به د شورابک برېښنا بند افتتاح شي

چارواکي وايي ډېر ژر به د شورابک برېښنا بند افتتاح شي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) د بدخشان ولایت چارواکي وايي ډېر ژر به د شورابک برېښنا بند افتتاح شي.

د بدخشان ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ولایت والي ذکریا سودا نن په مرکز فیض اباد کې د شورابک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې د یاد بند د جوړونکي شرکت د مسؤلینو له قوله ویل شوي چې د شورابک برېښنا بند د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي او تر راتلونکو درېیو میاشتو به افتتاح شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې ددې بند په جوړېدو سره به تر ډېره حده د فیض اباد ښاریانو د برېښنا ستونزه حل شي.

د یاد بند لپاره درې توربینونه په پام کې نیول شوي چې د هر یوه ظرفیت ۷.۵ مېګاواټه ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د شورابک برېښنا بند پر کوکچه سیند جوړېږي.

د بدخشان خلک د شورابک برېښنا بند جوړېدو ته خوښ دي او د کار ګړندي کولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ژمنه کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب