چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي، سرور دانش ته د احمد شاه بابا د اشعارو دیوان...

حامد کرزي، سرور دانش ته د احمد شاه بابا د اشعارو دیوان ډالۍ کړ

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) سرور دانش وايي، د افغانستان تاریخي افتخارات او ویاړلي مشران د ټولو افغانانو ګډ میراث دی.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې ویلي، افغانان باید د تاریخي افتخاراتو او ویاړلو مشرانو عزت او احترام وکړي، چې دا د هر افغان وګړي ګډه دنده ده.

د کرزي مطبوعاني دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د بریالیتوب په هکله هم خبرې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دې لیدنه کې د ملي اتحاد او اتفاق پر لا ډېر تحکیم ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ددې کتنې په پای کې ښاغلي کرزي د احمد شاه بابا د اشعارو دیوان هم دانش ته ډالۍ کړی دی.

بلخوا د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د سرور دانش د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، پښتانه د هر اشغالګر پر وړاندې د ازادۍ په جنګ کې تل مخکښ وو، او مشرانو ته یې سپکاوی یو ستر شرارت دی.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%be%da%9a%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7%d8%af%db%8d-%d9%be%d9%87-%d8%ac%d9%86%da%ab-%da%a9%db%90-%d8%aa%d9%84-%d8%aa%d8%b1-%d9%86/

ښاغلي حکمتیار دغه خبرې د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د هغې وینا په رابطه کړي چې په بامیانو کې یې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د تېرو ۲۳۰ کالونو واکمنان چې نژدې ټول پښتانه ول مستبد او دکتاتور بللي وو.

3 COMMENTS

  1. A typical playing games of politics : Say one thing for one group Mr. Danish wanted them to hear and regret it latter for the consumption of other groups that are offended. Of course former President Karzai is the right person to utilize deflating widespread anger.

  2. کرزی صاحب محترمه،
    په خرهٔ کتاب بارول خر نه سړی کوي. زه سل په سلو کې پوهېږم چې لکه دې بې دانش غوندې خره ددی کتاب په ارزښت نه پوهېږی او یا هم ځان پرې نه پوهوي. والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب