Homeخبرونهکشمیر کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

کشمیر کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ په ګډه پوله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې کشمیر کې د پاکستاني او هندي پوله ساتو پوځیانو تر منځ نښته شوې چې په پایله کې یې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

پاکستان وايي لومړی هندي پوځیانو برید کړی او زیاته کړې یې ده چې هندي پوځیانو یو ځل بیا په کشمیر کې له اوربند سرغړونه کړې ده او پر پاکستاني پوله ساتو یې برید کړی دی.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې په دې برید کې له درنو وسلو هم ګټه اخیستل شوې ده.

هندي ځواکونو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...