Homeخبرونهعبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته...

عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر به اسلام اباد ته په یوه رسمي سفر لاړ شي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس وايي، هیله لري چې په قطر کې د سولې روانې خبرې به په افغانستان کې د څو کلونو خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي چې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا انلاین ناستې ته خبرې کولې وویل، د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې روانه جګړه او تاوتریخوالی هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او ټول افغانان یې په جدي توګه د ودرېدو غوښتونکي دي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، تمه لري چې د تاوتریخوالي دا کچه کمه او په هېواد کې یو بشردوستانه اوربند تامین او د سولې راتلو لپاره زمینه برابره شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس زیاته کړې، افغان سوله د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده او له ټولو هېوادونو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

عبدالله پاکستان ته د سفر خبره وروسته تر هغه کړې چې څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عبدالله عبدالله سره ټیلفوني خبرې وکړې او پاکستان ته یې د ورتګ بلنه ورکړه.

ښاغلي عبدالله هم یاد هېواد ته د عمران خان بلنه ومنله او له نوموړي سره یې ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو تر پیل وروسته به په یو مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...