جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهعبدالله: يو شمېر ازاد شوي طالب بنديان بيا جګړې ته ستانه شوي

عبدالله: يو شمېر ازاد شوي طالب بنديان بيا جګړې ته ستانه شوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲) د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، يو شمېر خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ور ګرځېدلي دي.

عبدالله دا خبرې پرون د امريکا د بهرنيو اړيکو شورا ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي.

عبدالله ويلي، يو شمېر طالب زندانيان له زندان تر ازادېدو وروسته بېرته د جګړې ليکو ته تللي دي.

نوموړي زياته کړې:

د دقیق شمېر په تړاو يې نه پوهېږم خو موږ له دې خبر يو چې يو شمېر طالب زندانیان بېرته د جګړې ليکو ته ور ستانه شوي دي او دا له هغه ژمنې سره په تضاد کې ده، چې طالبانو کړې.

د هغه هوکړې له مخې چې د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوه، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانيان او طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانيان ازاد کړل.

طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي طالب بنديان به بېرته د جګړې ليکو ته ستنېږي.

اخوا طالبانو تر دې مهاله د عبدالله عبدالله د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...