جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه شواهد نه شته

پنټاګون: طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه شواهد نه شته

تاند(چهارشنبه د میزان ۲) پنټاګون ویلي، سره له دې چې هره ورځ د احتمالي ګواښونو ټول موارد څېړي خو تر اوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي چې وښیي روسیې دې افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي وګړو د وژنې پر سر پیسې ورکړې وي.

رشیا ټوډې، د هند اقیانوس په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال ډیویډ هلوې له قوله ویلي، د نیویارک ټایمز له لوري د یادې ادعا له خپرېدو تر اوسه پورې په ځانګړې توګه د یادو اطلاعاتو پر څېړلو بوخت دي خو تر اوسه یې داسې کوم څه چې ثابته کړې روسیې طالبانو ته پیسې ورکړې وي نه دي پیدا کړي.

د هغه په خبره، له دې وروسته هم په کرار نه کېني او یاده ادعا به په بشپړه توګه څېړي.

هیره دې نه وي چې امریکا له دې وړاندې په روسیه څو څو ځله تورونه پورې کړل چې ګواکې دوی طالبانو ته وسلې ورکوي خو روسیې دغه ادعاوې هر ځل ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب