جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې خبرې؛ د تماس ډلې وايي، ممکن نن نهايي موافقه وکړي

د سولې خبرې؛ د تماس ډلې وايي، ممکن نن نهايي موافقه وکړي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲) په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس د ډلو غړي وايي چې نن یې هم پر اجنډا او طرز العمل خبرې کړي او هیله لري چې یوې نتیجې ته به ورسېږي.

دوی تاند ته وویل چې لا هم نهايي موافقې ته نه دي رسېدلي خو احساس کوي چې حتمي موافقې ته ډېر نژدې شوي او غالباً به نن له دې پړاوه بل ته وړاندې تګ وکړي.

د دواړو خواوو د تماس د ډلو غړیو تر دې وړاندې هم په ځلونو نهايي موافقې ته د رسېدو هیلې څرګندې کړې وې.

تراوسه څرګنده نه ده چې په کومو مواردو دواړه خواوې لا هم اختلاف لري خو یوازې یې دا یادونه کړې چې له ۲۲ مواردو پر ۲۰ سلا شوي دي او دوه موردونه اختلافي دي.

په مرکچي پلاوي کې د افغانستان د حکومت غړي وايي چې طالبان هغه مسایل، چې باید ډېر وروسته پرې خبرې وشي، د اجنډا تر بشپړېدو وړاندې مطرح کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره افغانانو ته ښه چانس برابر شوی او هیله لري چې افغانان به له دې فرصته ښه ګټه واخلي.

ده، چې د امریکا د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمېڼې ته خبرې کولې، په عین حال کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده، ویې ویل تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو ده او تمه کوي چې ټول لوري شخړې کمې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب