جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورد ايمل پسرلي د نړيوالو کيسو کيسې کتاب چاپ شو

د ايمل پسرلي د نړيوالو کيسو کيسې کتاب چاپ شو

د نړيوالو کيسو کيسې کتاب کې ٢٦ لنډې کيسې او پر هغو کره کتنه ځاى شوې ده. دا کتاب په کابل کې د سروش خپرندويې ټولنې چاپ کړى دى.

همدې خپرندوى مرکز نهه مياشتې وړاندې د ايمل پسرلى د کيسو کيسې کتاب چاپ کړى و چې د پښتو لنډو کيسو کره کتنه وه. هغه کتاب په لنډ وخت کې وپېرودل شو او د ليکوال په وينا يې د لوستونکو هڅونې د نړيوالو کيسو کيسې کتاب ته لاره پرانيسته.

د نړيوالو کيسو کيسې کتاب کې د ١٩ مې ، شلمې او ٢١ مې پېړۍ هغه کيسې راغلي دي چې نړيوال شهکارونه بلل شوي دي.

په کتاب کې د کافکا، همېنگوې، چخوف، ايدگار الن پو، او هينرې، ويرجينيا وولف، اليس مونرو، البرت کامو، نجيب محفوظ، گبريال مارکېز، گاى دي موپاسان، داستايوفسکي، ټاگور او گڼو نورو کيسه ليکوالو کيسې راغلي دي او پر هغو بحث شوى دى.

پر دغو کيسو له ځينو کره کتونکو سره خبرې شوي دي، د ليکوالانو د ليکنې پر سبک رڼا اچول شوې او د کيسو بېلا بېل اړخونه معرفي شوي دي.

په معاصرو ليکوالو کې د اسپانيا د مادريد پوهنتون د يوه استاد انگيل سپاتا کيسه او له هغه سره پرې خبرې شوې دي. د اسراييلو له يوه مشهور ليکوال ايتگار کيريت سره هم خبرې شوي دي.

په دې کتاب کې پر ايروني، سمبول، کوډگر رياليزم، ساينس فېکشن او پوليسي کيسو بحثونه شوي او د هغوى عالي بېلگې را اخيستل شوې دي.

د سروش خپرندويې ټولنې له دې کتاب سره پر يوه وخت ١٣ نور کتابونه هم چاپ کړي دي.

• ـ درې پیړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ / لیکوال : محمد جعفر هاند
• ـ محمد موسی شفیق له مدرسې تر صدارته / لیکوال : فاطمه احمد ګېلاني/ ژباړن : لطف الله لطف
• ـ زلمی (څنګه یې پوه کړو،څنګه یې لارې ته سم کړو؟)/ لیکوال: دوکتورعبدالکریم بکار/ ژباړن: هدایت الله همیم
• ـ ترایرو لاندې اور/ لیکوال: مصطفی محمود/ ژباړن: هدایت الله همیم
• ـ منټو(لنډې کیسې)/ لیکوال: سعادت حسن منټو/ژباړن: منتشر شاهي
• ـ شین مرغه (ننداره)/ لیکوال: موریس مترلینک/ ژباړن: آرین جلالزی
• ـ د چیخوف کیسه لیکنه/ لیکوال او ژباړن : غزانور
• ـ د اوس ځواک کارول/لیکوال : ایکهارت تولي / ژباړن کریم حیدري
• ـ د علي بابا نړۍ / لیکوال : پورتر اریسمن/ ژباړن: محمد حامد اکبري
• ـ د عراقي سپي خاطرې (ناول)/ لیکوال: عبدالهادي سعدون/ ژباړن: عزت الله شینواری
• ـ د ځنګله بوډۍ (د ماشومانو لپاره فلکلوریکې کیسې)/ له جرمني څخه پښتوته ژباړه: انا هیتا روهي
• ـ هوممم…؟ (۱۳۰ معماوې او ذهني پوښتنې)/ راټولوونکي: رڼا، پاڅون، مسکا او مامون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب