یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهرسولي: په برېښنایي تذکرو کې د مور نوم لیکل جبري نه، اختیاري...

رسولي: په برېښنایي تذکرو کې د مور نوم لیکل جبري نه، اختیاري دي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي په برېښنایي تذکرو کې د مور د نوم لیکل اجباري نه دي.

د دې ادارې مشر احمد جاوید رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څوک ونه غواړي د مور نوم یې نه لیکل کېږي.

نوموړی وایي: «له دې وړاندې هم د معلوماتو په ذخیره کې د مور نوم لیکل کېده، خو اوس د نوي قانون پر بنسټ، د هر شخص د خوښې پر بنسټ، د مور نوم د برېښنایي پېژندپاڼو په لومړۍ پاڼه کې لیکل کېږي.»

رسولي زیاته کړه، دوی تر اوسه نږدې یو میلیون برېښنایي پېژندپاڼو وېشلي او دا ټولې د باور وړ دي.

د نوموړي په خبره یو شمېر هغه کسان، چې له وړاندې یې تذکرې اخیستې او غواړي پېژندپاڼو کې د مور نوم ولیکل شي ژر به ورته د نویو پېژندپاڼو د ورکړې بهیرهم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په وروستیو کې د وګړو د احوال او ثبت په قانون کې د تعدیل پر بنسټ، په برېښنایي پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل تصویب کړل.

د مور د نوم لیکل په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر فعالینو غبرګونونه هم راپورته کړل، ځکه دوی ویل په دا ډول کلتوري ټولنه او په دې حساس وخت کې د دې پرېکړې کول غوره خبره نه ده او ښایي په دې سره ولس له حکومت سره نوره هم فاصله پيدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب