جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد رېل لارې اداره وايي په تېره میاشت کې له دې لارې۲۹۰...

د رېل لارې اداره وايي په تېره میاشت کې له دې لارې۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي

تاند( چهارشنبه، د میزان ۲)  د رېل لارې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تېره میاشت د شمالي او جنوبي بندرونو له لارې هېواد ته ۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي.

یادې ادارې په اعلامیه کې زیاته کړې، چې په وږي میاشت کې ۴۷۹۵ واګونه سوداګریز توکي د رېل پټلۍ په مرسته له حیرتان-مزارشریف، آقینې او تورغنډۍ بندرونو هېواد ته وارد شوي دي.

د رېل لارې اداره د معلوماتو له مخې په دې ټولو واګونونو کې ۲۹۰ زره ټنه سوداګریزتوکي، چې خواړه، نفتي او ساختماني توکي، ماشین الات او نور ډول ډول سوداګریز توکي پکې شامل دي هېواد ته وارد شوي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د مرکزي اسیا د هېوادونو په ګډون له چین او ایران سره د رېل پټلۍ په وسیله نښلول شوی دی، چې له امله یې د هېواد په صادراتو او وارداتو کې ډېروالی راغلی دی.

1 COMMENT

  1. نو دا خبر د رېل ادارې پورې څه اړه لری. ایا تاسو رېل لری؟ ایا د افغانستان حکومت څو کیلومتره د رېل پټلۍ جوړه کړې؟ هسې په پرديو کارو تورې پړقوۍ خدای مو خوار کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب