یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهکرزی: پاکستان دې پر افغانستان د نفوذ خوبونه هېر کړي

کرزی: پاکستان دې پر افغانستان د نفوذ خوبونه هېر کړي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) دافغانستان پخواني ولسمشرحامدکرزي له دې هندو ورځپاڼې سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د سولې روانې پروسې ته ټول افغانان هیله من دي او تمه ده، چې دلته د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

حامد کرزي دغه راز د سولې له پروسې سره د سیمې د هېوادونو مرسته مهمه بللې خو په خبره یې ځینې هېوادونه د افغانستان په مسایلو او سوله کې د مداخلې هڅه کوي.

هغه د پاکستان په اړه ویلي، چې دغه هېواد پر افغانستان د نفوذ لرلو په لټه کې دی، خو دغه خوب دې هېر کړي ځکه افغانان هېڅ وخت د بل نفوذ نه غواړي او چا ته ددې کار اجازه نه ورکوي.

حامد کرزي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي، چې افغانان له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي خو تر څنګ یې دلته ثبات او سوله راتلل هم د هر افغان هیله ده.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې پاکستان په مکرر ډول هند د افغان سولې پر وړاندې په خنډ جوړولو تورن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب