چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: پښتانه د ازادۍ په جنګ کې تل تر نورو مخکې وو،...

حکمتیار: پښتانه د ازادۍ په جنګ کې تل تر نورو مخکې وو، مشرانو ته یې سپکاوی یو ستر شرارت دی

تاند — د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې پښتانه د هر اشغالګر پر وړاندې د ازادۍ په جنګ کې تل مخکښ وو، او مشرانو ته یې سپکاوی یو ستر شرارت دی.

ښاغلي حکمتیار دغه خبرې د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د هغې وینا په رابطه کړي چې په بامیانو کې یې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د تېرو ۲۳۰ کالونو واکمنان چې نژدې ټول پښتانه ول مستبد او دکتاتور بللي وو.

د اسلامي ګوند د مشر د مرکې دا ټکي نوموړي ته یوه نژدې کس محمد یونس فدا له تاند سره شریک کړل.‌

ښاغلي دانش په خپله وینا کې ویلي وو، «د طالبانو نظام د سدوزیو او محمدزیو له سلطنت سره چې په افغانستان باندې یې ۲۳۰ کاله واکمني وکړه د روح او محتوا له مخې هېڅ فرق نه درلود.» دانش د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، «په هغو نظامونو کې هم د یوې قبیلې یوې کوچنۍ ډلې په موروثي ډول او په استبداد او دکتاتورۍ سره پر افغانستان واکمني کوله.»

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ښاغلي دانش د وینا په غبرګون کې وویل، «آيا هغه څوك هم پر بل چا د قوم پالني د تور د لګولو حق لري چي پخپله تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دئ؟‌»

ښاغلي حکمتیار د ښاغلي دانش په رابطه وویل،

– په خپل حزب كي يو غير هزاره غړى نه لري.‌
– په ارګ كي او په خپل دفتر كي ئې ټول مأمورين؛ له سر تر پاىه هزاره دي.
– په موروثي امامت باور لري او دا یې د مذهب جزء دئ، امامت د على رضى الله د زامنو، لمسيانو او كړوسيانو مسلم حق ګڼي.
– ټول مذهبي پيشوايان او مراجع ئې په موروثي توګه غوره كېږي؛ مرجعيت له پلار؛ اولاد ته انتقالېږي.
– قم او نجف یې دوه اساسي قبلې دي، په همدې نجف او قم كي ټول مذهبي مراجع داسي دي چي دا مسند او كرسۍ له پلار نيكه په ميراث ترلاسه كوي.
– د ايران تابعيت لري او هلته له پېړيو پېړيو راايسي د فارسيانو استبدادى حكومت دی او ټول نور قومونه او قبيلې له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم دي.
– د ساسانيانو، صفويانو، نادرشاه افشار، او نن د ايران اخوندي حكومت؛ ټول موروثي حكومتونه وو او دي؛ زوى د پلار د وژلو هڅه كړې او پلار د زوى سترګي ايستلې، د نادرشاه افشار او د هغه د زوى قصه د هر تاريخ پوه انسان مخې ته پرته ده.
– دوى پښتانه يوه وړه قبيله ګڼي؛ په داسي حال كي چي په دې سيمه كي د تاجكستان، اوزبكستان، تركمنستان، قزاقستان، قرغزستان، ټولي مركزي آسيا هېوادونو؛ د ايران په شمول؛ تر ټولو لوى قومى جماعت پښتانه دي، شاوخوا ۵۰ مليونه پښتانه په دې سيمه كي مېشت دي، د هر اشغالګر په وړاندي د آزادۍ په جنګ كي تل مخكښ وو، آيا يوه قوم او مشرانو ته یې سپكاوى؛ يو ستر شرارت نه دئ؟!!

6 COMMENTS

  1. داسي خلکوته سړی نمکه حرامه وايي ځکه داد دچنګيز اولاد ته موږ په ګران افعانستان کي ځاي ورکړ او اد افغامستان طابعي په شان مو ټول.حقوق ورکړل خو دوي هزاره زموږ په دسترخوان هم ناست اوهم ميتيازي پري کوي
    هزاره ولي خپلو شيعه وروڼو ايران ته نه ځي چيرته چه په پارکو کي سپوته د ننوتو اجازه شته او دوي نه ور پريږدي.
    که همدا شان وضعيت له په ايران کي له دوي سره په افغانستان وشي بيابه خپل وسرحد وپيژني.

  2. ډيره ښايسته او په زړه پوري جواب
    سرور دانش ته وايو چي حکمتيار هم د احمد شاه بابا له اولاد څخه دي که څه ملاحظات لري دا گز دا ميدان مونژ د حکمتيار د مدرسي ادنا شاگردان او ته په خپله
    ته ځان ته قانون پوهه وايي مگر ترننه قانون نه پيژني او رسما سرغړوني کوي دا خو اوس زمونژ هيواد اشغال سوي چي ته زمونږ دويم معاون يي تا غوندي متعصب سړي وکيل گذر منل هم لويه اشتباه ده

  3. ښاغلي حکمتیار د شهید ډاکټر نجیب الله د تلین په مخنیوي سره د دانش او نورو پښتون ضد کړیو لپاره لوی او په زړه پورې کار تر سره کړ چې کاشکي یې نه وای کړی او دروند په خپل ځای ناست وای. ښاغلي حکمتیار ته چې هرڅومره سړی زړه ورنږدې کړي، هغومره بېرته رټل کېږي. بس نو خدای دې هدایت ورته وکړي چې په رښتیا سره د پښتون او پښتونولۍ څخه ننګه وکړي. که داسې وکړي بیا به د دانش به شان خلک زمونږ په ارزښتونو او ویاړونو باندې ملنډې ونشي وهلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب