چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د کرکټ پرسر شخړه کې یو تن وژل شوی

ننګرهارکې د کرکټ پرسر شخړه کې یو تن وژل شوی

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د دې ولایت، روداتو ولسوالۍ کې په شيخ احمد کلي کې د کرکټ دوو کليوالي لوبډلو ترمنځ شخړه شوې ده.

د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي په شخړه کې يو تن له وسلې کار اخیستی او په ډزو یې یو بل تن وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې وژل شوی د یوه ټیم او قاتل د بل ټیم لوبغاړی دی او په خبره يې قاتل له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

د عطالله خوږیاڼي په خبره  پولیس سيمې ته رسيدلي څو پېښه وڅيړي، مجرم تثبيت او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

ننګرهار د کرکټ کوریادېږي او وخت ناوخته په کې په ښار او کلیوالي سیمو کې سیالۍ پر لاره اچول کېږي خو دا لومړی ځل دی، چې د کرکټ لوبې پرسر دا ډول شخړه کېږي او آن یو تن وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب