جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامنيتي مسؤلان: طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۹۸ ملکي وګړي وژلي

امنيتي مسؤلان: طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۹۸ ملکي وګړي وژلي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د کورنیو چارو وزارت وایي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د خپلو بریدونو پرمهال ۹۸ ملکي وګړي وژلي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، طالبانو د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د خپلو بریدونو پر مهال ۹۸ ملکي وګړي وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دطارق ارین په خبره، په یاده موده کې تر ټولو ډېر تلفات په ننګرهار او تخار ولایتونو کې ملکي خلکو ته اوښتي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يا يوناما هم په وروستيو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ‌ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

یوناما د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د دوی د خونديتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب