جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمک ماسټر له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل ستره تېروتنه بولي

مک ماسټر له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل ستره تېروتنه بولي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، له افغانستان او المان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په اوږدمهال کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي او د ټرمپ دا پرېکړه یوه ستره تېروتنه ده.

هغه زیاته کړې چې امریکا باید د افغان دولت او امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي.

مک ماسټر په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، متحده ایالات باید د خپلو متحدینو له څنډې ته کولو او دغه راز د ځواکونو د ایستلو له عجولانه پرېکړو تېر شي.

نوموړي همدا راز یو وار بیا پر ټرمپ نیوکې کړې او څرګنده کړې یې ده چې ټرمپ له طالبانو سره د دوحې مذاکراتو کې یادې ډلې ته ډېر امتیازات ورکړي دي.

مک ماسټر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي او د طالبانو یو مهم شرط همدا دی چې له افغانستان باید بهرني ځواکونه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...