Homeخبرونهيوناما: د ملکي وګړو خونديتوب لپاره دې بېړني ګامونه واخيستل شي

يوناما: د ملکي وګړو خونديتوب لپاره دې بېړني ګامونه واخيستل شي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يا يوناما وايي، په وروستيو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې زياتوالي اندېښمن کړي دي.

یوناما زیاتوي چې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې د دوی د خونديتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي.

يوناما د سولې نړيوالې ورځې په تړاو اعلاميه کې ويلي:

موږ د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې زياتوالي اندېښمن کړي يو او د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوو چې په بېړني ډول د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره ګامونه اوچت کړي او دوحه کې د سولې خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.

يوناما زياته کړې که څه هم د وروستيو کلونو په پرتله تاوتريخوالی يو څه کم شوی، خو د دوی موندنې ښيي چې يوازې د شنبه په ورځ په څلورو بېلابېلو پېښو کې ۲۰ ملکيان ووژل شول او ۳۹ نور ټپيان شول.

د خبرپاڼې په حواله، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې، هلکان او نجونې شاملې دي.

یوناما داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...