یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبان د ناټو ځواکونو په یونیفورم کې له موټرچلوونکو پیسې اخلي

طالبان د ناټو ځواکونو په یونیفورم کې له موټرچلوونکو پیسې اخلي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د بریتانیا میرر ورځپاڼې په یوه راپور کې د طالبانو عکسونه خپاره کړي چې پر لویو لارو له موټرچلوونکو پیسې اخلي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، وسله وال طالبان د پخوا خلاف، چې پنډې لونګۍ به یې پر سر وې، د ناټو ځواکونو په یونیفورم کې له مدرنو وسلو او د امریکايي پوځیانو له زغرګاډو سره پر لویو لارو ګرځي، د تلاشۍ پوستې (پاټکونه) یې جوړې کړي او له هر موټرچلوونکي پیسې غواړي.

په دې راپور کې په ځانګړي ډول د کابل – کندهار د لویې لارې یادونه شوې او ویل شوي چې که موټرچلوونکي طالبانو ته پیسې ورنه کړي د دې ډلې له لوري وژل کېږي.

د میرر د راپور له مخې، طالبان د هاموې زغرګاډو په شمول له هغو ټولو وسایلو کار اخلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیانو پرې ایښي دي.

5 COMMENTS

  1. څومره نوې خبره يې دې بهرنۍ ورځپاڼي کړې ده …… 🙂

    د پيسو اخیستل خو کومه نوې خبره نه ده، دا دوه کاله کیږي چي طالبان خپل مشخص ګمرکات لري، د هرات کندهار پر لويه لاره د فراه رود په سيمه، د هرات غور په مارآباد سیمه، د هرات فارياب پر لاره، د غورماچ ولسوالۍ …. د نيمروز پر لاره د چخانسور په سیمه کي…

    په دې کي نو نوې خبره چیري ده؛ چي هر وخت باید داخلي خبري سرچینې د خپل هیواد خبرونه له بهرنیو څخه واوري؟

    خو دا یوه خبره يې صدق نه کوي که څوک طالبانو ته پیسې ورنه کړي، وژني يې… داسي پېښه په درست افغانستان کي تر دې مهاله نه اورېدلی شوې او نه هم چا تر دې مهاله کړې ده.

  2. عجب خانه عجب د طالبانو د تاثیر د لاندی یی
    دا خبره هم نوې ده چی د ناټو او امریکايي ځواکونو یونیفارم یی اغوستی. امریکا یی هغی خوا ته هم ورکوی او دی بلی ته هم
    نسیم

  3. ښاغلی نسيم: نه هیڅکه، د طالبانو تر اغېز نه لاندي نه یم راغلی، واقعیت ویل یو شخص د بل تر اغېزي نه راولي…

    ما هغه څه وویل چي طالبان يې په لویو لارو کي د ګمرک په نوم له خلګو پیسې اخلي، دا واضح خبره ده، په دې کي که څوک شک لري را دي سي، چي هر ګمرک ورښکاره کړم.

    پاته په زور له عامو خلګو څخه پیسې اخیستل؛؛؛ دا مي نه اورېدلي او نه مي هم پر کومو لویو لارو چي زه سفر کوم، ليدلي….

    پاته د يونيفورم خبره سوه، طالبانو په دې وروستیو کي بېلابېلي ډلي جوړي کړي، او هري ډلي لپاره يې ځانګړی یونيفورم جوړ کړی دی، دا چي یونيفورم يې بريتانيايي عسکرو ته ورته دئ، یا امريکايي او یا هم ایټاليايي، په دې کي نو زه څه درته ووایم؟ باید دکوم طالب چارواکي څخه پوښتنه وکړې، چي ولي مو دا یونيفورم غوره کړی دی هههههه

  4. تعجب خبره نده ورڼو ! دا خو د امریکا او طالبانو تر منځ توافق سوی چی دوی به د امریکا د فوځ برخه او د بلک واټر کمپنی په څیر به مسلمان وژنه تر سره کوی. ټولی نړی ته د اسلام د یوی بدی څیری په توګه ورپیژنی ځکه تراوسه موږ تکړه مسلمانان لرو او داهم ددی نقشی یوه برخه ده. د ملا برادر خبری به مو اوریدلی وی چی ویل یی موږ له امریکا سره تعهد کړی چی پر سر به تری دفاع کوی. اوس نو مسلمان وژنه، تعبیض، غلا، ظلم، د نظام ړنګول د پاکستان په اراده د طالب یوه نوی خبره نده. او داهم پوه سی چی دا تحریک د پښتنو او په ټوله کښی د افغانستان د دربدری لپاره د نصیرالله بابر، بینظیری، پرویز بیشرف، او مردار سوی سمیع الحق، او د دوزخ کندی ته غوزار سوی حمید ګل له خواه جوړسوو. چی اوس یی پنجاب او آی ایس آی په ډیر خوند پر مخ وړی. ولی افغانان باید پردی پوه سی چی نور د مظلومیت ورقی ته د پای ټکی کښیږدی او په ملی قیام دا خاینین له منځه یوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب