دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهویلسن: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

ویلسن: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي.

د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا له سفیر شارژادفیر راس ویلسن سره لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغان سولې د خبرو پر مهال په هیواد کې د روان تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی.

خبرپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم او د اوربند له لارې دې دایمي سولې ته لار برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له خبرو سره هم‌مهاله په هیواد کې جګړې زور اخیستي او هره ورځ د هیواد له بېلابېلو سیمو د جګړې او مرګ‌ژوبلې خبرونه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب