Homeخبرونهټرمپ یوځل بیا ګواښ کړی، چې ایران به هېڅکله د اټومي وسلو...

ټرمپ یوځل بیا ګواښ کړی، چې ایران به هېڅکله د اټومي وسلو څښتن نه شي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې ایران به هېڅکله د اټومي وسلو څښتن نه شي.

ولسمشرټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي څو ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.

نوموړي ایران سره اټومي تړون ته په اشارې ویلي، له ایران سره شوی اټومي تړون د بارک اوباما د دورې یوه وحشتناکه او احمقانه پرېکړه وه.

ټرمپ څرګنده کړې، دی د اوباما په څېر کس نه دی او ایران دې هیڅکله په دې تمه نه پاتې کېږي، چې ګوندې دوی به یو وخت د اټومي وسلو جوړولو اجازه تر لاسه کړي.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%d9%8a%d9%88-%da%85%d8%b1%da%ab%d9%86%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...