تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) وسله والوطالبانو د ننګرهار ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي دا بريدونه وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت په حصارک، شیرزادو او خوګیاڼو ولسوالیوکې د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو کړي دي.
نوموړی وایي په دې بریدونو کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
خوږياڼي دغه راز زیاته کړه، چې په ځوابيه بریدونو کې بیا د طالبانو د یو قومندان په ګډون د یادې ډلې ۲۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دهغه په خبره وژل شوي طالبانو د دوی د سرې قطعې غړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.