پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهطالبان: د اسلام په رڼا کې د ښځو له تعلیم او کار...

طالبان: د اسلام په رڼا کې د ښځو له تعلیم او کار سره ستونزه نه لرو

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي،چې د دوی ټوله هڅه دا ده څو په هېواد کې دایمي اوربند ته لار هواره شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.

وردګ له DW سره په مرکه کې په افغانستان کې د یو بشپړ اسلامي نظام پر جوړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده،چې دوی نه غواړي افغانستان ته د بل هېواد نظام راولي.

د نوموړي په خبره هڅه کوي داسې نظام قایم کړي، چې د ټولو وګړو غوښتنې په عادلانه توګه ځواب کړي.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د ښځو حقونو ته په اشارې ویلي، دوی په دې ښه پوهېږي، چې ښځې د اسلام په رڼا کې د زده کړو، کار او سوداګرۍ حق لري او په راتلونکي نظام کې به ښځې د اسلام په چوکاټ کې خپل ټول حقونه ترلاسه کړي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d9%be%d9%bc-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d9%84-%d8%aa%d8%b1-%db%8c%d9%88-%d9%86%db%8c%d9%85-%d9%85%d9%84/

1 COMMENT

  1. دا په انګریزی ـ پنجابی مدرسه کی د روزل سوی کس څیره او خبری د ګنج دلال ته ورته دی، کولای سی (‍‍البته ګومان کوی کولای سی ) ړوند او بې پزی پُسه یا بُزه پر حاجی لالک ماما په سالمه بُزه ومنی.
    د تاند د ویبپاڼی د عدم سانسور د پالیسی څخه سوء استفاده نکوم که نې بدی کنځاوی به می دې کلینر ته ډالۍ کړی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب