Homeخبرونهنیمروز کې یوه کس خپله خور او خوریی وژلي

نیمروز کې یوه کس خپله خور او خوریی وژلي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۷مه: د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي یوه کس په دغه ولایت کې خپله خور او خپل کم عمره خوریی په ډزو وژلي دي.

د نیمروز د والي ویاند بهرام حقمل وايي، چې دغه پېښه نن سهار ددغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اړوند میرآباد ساحه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې امنیتي ځواکونو تورن کس نیولی دی چې اوسمهال ترې څېړنې دوام لري.

د ښاغلي حقمل په خبره دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ددغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې هم یوه کس خپله مېرمنه په ډزو ووژله او د خپلې لور په ګډون یې دوه کسان نور ټپیان کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو سربېره په هېواد کې د کورني تاوتریخوالي پېښې هم زیاتې شوي چې ډېر کله خبره په قتل تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...