سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا افغان پوځ ته څلور جنګي الوتکې وسپارلې

امریکا افغان پوځ ته څلور جنګي الوتکې وسپارلې

تاند ( پنج شنبه، دسنبلې ۲۷) امریکا افغان پوځ ته څلور اې۲۹ سوپر توکانو جنګي الوتکې وسپارلې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د افغان پوځ چارواکو وویل، چې دوی دمګړی پیاوړی هوایي پوځ لري او د خطرونو پر وړاندې مقابله کولی شي.

د دوی په خبره د نویو اې۲۹ سوپر توکانو الوتکو په ورکړه به د دوی الوتکې ډېرې شي او د پوځ د پیاوړتیا سبب به شي.

بل لورته امریکايي چارواکو هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان پوځیان دمګړی پیاوړي شوي او بریالي دي، چې د ترهګرو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قومندان په خپلو خبرو کې وویل، چې امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه ده او د دغه پوځ د لا پیاوړي کولو لپاره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د ده په خبره د یادو الوتکو په ورکړې سره به افغان پوځ نور هم پیاوړی شي او په راتلونکو میاشتو کې هم افغان پوځ ته د ګڼو الوتکو د ورکړې پلان لري.

https://taand.net/%d8%ae%d8%a7%d9%84%d8%af-%d8%af%da%9a%d9%85%d9%86-%d8%af%db%90-%d8%af-%d9%be%d9%86%d8%ac%d8%a7%d8%a8-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%88%da%81-%d8%af/

2 COMMENTS

  1. امريکا نه غواړي چې افغان پوځ پر پښو ودروي ځکه خو کمزورې جنګي الوتکې ورکوي ولې ايف ۱۶ جنګي الوتکې نه ورکوي دومره سخت موقعيت او پيچلې جغرافيه او د دوو ايټمي هيوادونو منځ کې راګېر افغانستان ته ای ۲۹ الوتکې ورکول ټوکې او ملنډې کول دي.
    افغان حکومت بايد امريکا قانع کړي او په هر قيمت چې نوې وسله او ښې الوتکې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب