سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ناټو پټ راپور: طالبان د کال تر یو نیم ملیارد ډېر...

د ناټو پټ راپور: طالبان د کال تر یو نیم ملیارد ډېر عاید لري

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۷) د ناټو په یوه پټ راپور کې ویل شوي چې طالبان له مالي نظره په ځان بسیا کېدو ته نژدې شوي دي.

د دې راپور له مخې، دا مسله ممکن د دې سبب شي چې طالبان د سولې په خبرو کې جوړجاړي ته په اسانه راضي نه شي او له القاعده او نورو تروریستي دلو سره د اړیکو د پرې کولو ژمنې پوره نه کړي.

راپور وايي، له مالي پلوه په پښو درېدا طالبان د نړیوالې ټولنې د فشار په وړاندې خوندي کوي.

د راپور له مخې طالبانو تېر کال ۴۶۴ ملیون ډالره له کانونو، ۴۱۶ ملیون ډالره له مخدرو موادو، ۴۲۰ ملیون ډالره له صادراتو، ۱۶۰ ملیون ډالره له مالیو (عشر و زکات) او ۸۰ ملیون ډالره له جایدادونو ترلاسه کړي دي.

د ملګروملتو د بندیزونو کميتې امنیت شورا ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو عاید یو ملیارد او ۶۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.

د ناټو په راپور کې ویل شوي چې دومره پیسې طالبان له مالي او پوځي نظره له احتیاجه باسي او دا سختدریځه ډله تشویقوي چې د ژمنو پروا ونه کړي.

«مالي خپلواکي یا په ځان بسیاینه افغان طالبانو ته امکان ورکوي چې جګړه د حکومتونو، هیوادونو یا بهرنیانو له ملاتړه پرته په خپله تمویل کړي.»

په راپور کې د بهرنیو متخصصانو په قول ویل شوي، له دې سره سره چې طالبانو ډېر مالي امکانات موندلي لا هم بهرنی ملاتړ د طالبانو په جګړه کې کلیدي رول لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو مالي چارې د ملایعقوب لاس ته لوېدلي او دا مسله کېدای شي د طالبانو په منځ کې د اختلاف سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب