Homeخبرونهد امریکا جنوبي سيمې د سختو طوفانونو له ګواښ سره مخې دي

د امریکا جنوبي سيمې د سختو طوفانونو له ګواښ سره مخې دي

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د رسنیو د راپورنو له مخې له تېرې ورځې راهيسې د امریکا په جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې سخت توپان پيل شوی، چې په ساحلي سیمو کې د اوبو د پورته کېدو او تېزو بارانونو له امله د سیلابونو د راوتلو لامل شوی دی.

سرچینې وایي، چې طوفان په فلوریدا او الاباما ایالت کې پيل شوی، چې سخت مالي زیانونه اړولي دي.

له همدې امله د امریکا په جنوبي برخو کې د سلګونه زره کسانو د کورونو برېښنا پرېکړې ده.

ویل کېږي چې نیم میلیون وګړي د امریکا په جنوبي سیمو کې دمګړی له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي.

طوفان لا هم په شدت سره روان دی خو د معلوماتو له مخې لومړنی سرعت یې کم شوی خو په ډېرو برخو کې تر ۴۰ سانتي متره پورې باران ورېدلی دی، چې سیلابونه راوتلي، ګڼ پلونه او بېړۍ یې زیانمنې کړې دي.

امریکايي پوهانو بیا د توپان د لا پراختیا او خطرونو د لا ډېرېدو خبرداری هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا څلور اونۍ کېږي، چې د امريکا په کاليفورنیا ایالت په ځنګلي سیمو کې اورلګېدلی او حکومت یې په کابو کولو نه دی بریالی شوی.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d9%be%d9%87-%da%a9%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%81%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%8a%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88-%d8%af-%d8%a8%db%90-%d8%ba%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...