تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن افغان هوايي ځواک سره د امریکا متحده ایالاتو له لوري د څلورو «A-29» سوپر ټوکانو الوتکو د مرستې په مراسمو کې د سولې خبرو ته په اشارې وويل، چې دښمن دې نورد پنجاب په فرمایش د افغان اردو د له منځه وړو خوب نه ویني.
خالد زیاته کړه، چې افغان اردو اوس د خپل هېواد له ارضي تمامیت په بشپړه توګه دفاع کولای شي او په خبره یې دا یې هم ثابته کړې ده.
د نوموړي په خبر افغان هوايي ځواک تر نورو کلونو پياوړی دی او له نویو الوتکو به د افغانستان د دفاع په برخه کې ګټه واخلي.
هغه په ټینګار سره وویل، افغان ملي اردو به اجازه ور نه کړي، چې په تېرو لاسته راوړنو معامله وشي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر دا هم وویل، چې سوله په تېره د ستنېدو په معنا نه ده او نه به هم اجازه ورکړل شي، چې افغان مېرمنې د تېر په څېر په لوبغالو کې په قمچینې ووهل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې هم مهاله په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي اوخلک هیله لري، چې ژر به یوې پایلې ته سره ورسېږي.
https://taand.net/%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%b3%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%82%d8%af%d8%a7/