جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهننګرهار: خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر امنیتي‌ ځواکونو بریدونه شوي

ننګرهار: خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر امنیتي‌ ځواکونو بریدونه شوي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د ولسوالۍ ولسوال رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې طالبانو تیره شپه په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه شوي.

ولسوال زیاتوي، چې د دغه بریدونو په نتیجه کې درې تنه سیمه ایز او پنځه تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

نوموړي ویلي دي چې په دغه بریدونو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ویلي دي‌ چې پدې نښته کې ۸ تنه طالبان هم وژل شوي‌ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هیره دې نه وي چې تیره یوه میاشت کې طالبانو ډیری بریدونه په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالۍ کې ترسره کړل چې له امله یې ګڼ ځاني زیانونه دواړو لوریو ته اوښتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...