سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeجنرال وزیرياول ګوزار ولې زموږ پر وسلوالو ځواکونو کېږي؟| جنرال دولت وزیري

اول ګوزار ولې زموږ پر وسلوالو ځواکونو کېږي؟| جنرال دولت وزیري

د کار و بارونو ځینې خاوندان فکر کوي، چې تر لاس لاندې کارکوونکو وږي، محتاج او وږی ساتل به دغه کسان د زړه له اخلاصه کار کولو ته وهڅوي.

په پخوانیو زمانو کې هم ځینې دودونه وو، چې د دې ادعا پخلی کوي، خو د وخت په تېرېدو سره دا دود بدل شوی دی.

په ننګرهار ولایت کې د اقلیتونو تر څنګ درې ستر ټبرونه چې د ننګرهار ولايت اکثریت جوړوي په ګډه ژوند کوي. د دې ټبرونو چې له خوږیاڼیو، شینوارو او مومندو څخه عبارت دي تر ډیره يې د ژوند دودونه سره ورته دي.

ځینې داسې دودونه شته چې په اوس او یا په پخوا کې یوازې په یو ټبر پورې يې اړه درلوده او یا يې لري. له دغو دودونو څخه یو دود يې ډېر په زړه پورې و. دا چې څومره دغه دود د انساني ژوند او د يوې مدنې ټولنې له ژوند سره سمون درلود دا یوه بیله پوښتنه ده.

په پخوا وختونو کې په شینوارو کې داسې دود و چې هر کسبګر لکه نايي، کلال، کخی، پاده وان، ژرنده ګړی، اوسپنه کار، جولا او نور به يې څو کاله وروسته لوټ کول او د کور مالونه به يې په خپلو منځو کې ویشل.

خو د وخت په تېرېدو سره دا دود ظالمانه او غیرعادلانه وبلل شو او نوي نسل د هغه په ختمولو کې مهم رول ولوباوه.

دوی د دې له پاره خپل دلایل لرل او هغه دا وو چې دوی فکر کاوه که کله کسبګر بډای شي بيا به هغه چوپړ چې دوی ته يې کوي په ښه شکل تر سره نه کړي. دوی به ویل چې څومره دوی بېوزلي او کمزوري وي په همغه اندازه به دوی کار ته اړتیا لري او له زړه له اخلاصه به يې ترسره کوي.

یو متل داسې دی، چې څومره مړز (کرک) وږی وساتې، هغومره ښه جنګ کوي.

له بده مرغه افغانانو دغه ناوړه دود د افغانستان د وسله والو ځواکونو په هکله هم تل پلی کړی دی، کله چې زموږ وسله وال ځواکونه په خپلو پښو دریدلي دي او د هیواد د ساتلو وړتیا يې لاس ته راوړي ده، افغانانو د خپلو بې اتفاقیو په پایله کې خپل وسله وال ځواکونه لوټ کړي او وسلې يې په جمعه بازارونو پلورلي دي. دوی دا کار یا په مستقیمه کړی، یا یې هم د نورو په اشاره.

ژوندي ملتونه په ټول ژوند کې د نورو له تجربو څخه ګټه اخلي، هره پیښه پر ځان نه تجربه کوي او ناوړه دودونه چې په ټولنه کې يې ژوندي وي، ورو ورو ترې ځان ژغوري.

کمزوري ملتونه د نورو له تجربو ګټه نه پورته کوي. هره پیښه پر خپل ځان تجربه کوي او تل په زړو دودونو پورې که مدنې ټولنې ته د منلو هم نه وي ټینګ ولاړ وي.

که ډیر لیرې لاړ نه شو، د میرویس نیکه له واکمنۍ څخه را په دیخوا د افغانستان وسله وال ځواکونه څو ځلې لوټ شوي او د شینوارو د یوه کسبګر په څېر ور سره چلند شوی دی.

کله چې میرویس خان نیکه (هوتک) واک ته ورسید، وسله وال ځواکونه يې را منځ ته او په وسلو يې ښه سمبال کړل. په پایله کې يې د همدغو ځواکونو په مټ شاه محمود هوتکي په ایران کې افغاني واکمني ټينګه او اصفهان يې خپله پلازمینه وټاکله. خو له څو کلونو واکمنیو وروسته د دې وخت را ورسید چې خپل پیاوړي ځواکونه د خپلو بې اتفاقیو په درشل کې ټوټه ټوټه او کمزوري کړي. د شاه محمود هوتکي، شاه اشرف هوتکي، شاه حسین هوتکي او د هرات ابدالیانو د بې اتفاقیو په پایله کې وسله وال ځواکونه د دوی تر منځ وويشل شول او د نادر افشار راتګ ته په لوی لاس زمینه جوړه شوه. د نادر افشار له راتګ سره هوتکي واکمني پای ته ورسیده او ور سره وسله وال ځواکونه د تاریخ کندې ته ور وغورځېدل.

د افغانانو له پاره دا یوه ښه تجربه وه چې باید د غمیزو د تکرار مخه یې نیولای.خو له بده مرغه هغه وسله وال ځواکونه چې د وخت د امپراتور احمدشاه بابا له خوا جوړ او په ښو وسلو سمبال شوي وو او د همدغو ځواکونو په مټ يې ډيرې بریاوې په برخه او د پاني پت جګړه يې هم ګټلې وه، له ده وروسته د همدغو ویاړلو وسله والو ځواکونو له برکته وه چې تیمورشاه نږدې شل کاله په سوله او امنیت کې واکمني وکړه.

خو د شاه زمان او شاه محمود، شاه محمود او د پاینده خان د زامنو، شاه محمود او شاه شجاع او بیا وروسته د دوست محمد خان د وروڼو او د شاه شجاع او امير دوست محمدخان د بې اتفاقیو په نتیجه کې دغه ناوړه تجربه یو ځل بیا افغانانو پر خپلو وسله والو ځواکونو عملي کړه چې په پایله کې يې وسله وال ځواکونه د دوی تر منځ و ویشل شول او بیا مکمل له منځه لاړل.

امیر دوست محمدخان د خپلې دویمې پلا واکمنۍ پر مهال د يوې مدرنې اردو بنسټ کیښود، کورني او بهرني استادان يې د ښوونې او روزنې له پاره وګمارل، د وخت په وسلو يې سمبال کړل. خو له بده مرغه د امیر له مړینې وروسته د ده د زامنو سردار شیرعلي خان، محمداعطم خان او محمدافضل خان تر منځ د بې اتفاقیو او جګړو له امله وسله وال ځواکونه له وسلو سره یو ځای د دوزخ کندې ته ور ټیل وهل شوي دي.

کله چې امیر شیرعلي خان دویمه پلا واک تر لاسه کړ، له هر څه يې لومړی د اردو جوړولو ته ملا وتړله. د مدرنې او عصري اردو بنسټ يې کيښود. اصول نامې او تعلیمنامې يې پښتو او دري ژبو ته وژباړلې. رتبې او قوماندې يې په پښتو جوړې کړې، وسلې يې راوړلې او یوه مجهزه اردو يې جوړه کړه.

له بده مرغه چې «آزموده را آزمودن خطا» است. افغانانو د خپل بد دود له مخې د امیر محمدیقوب خان او امير عبدالرحمن خان د بې اتفاقیو او د انګریزانو د توطیو په پایله کې خپله ځواکمنه اردو په خپله ټوټه ټوټه کړه، وسلې يې هم لوټ او د وسلو ډیپو ګان يې د اور په لمبو کې لولپه کړل.

د شینوارو د پخواني نايي کیسه ده. بېوزلي نايي یو ځل بیا د کور په جوړولو پيل وکړ. ور سره یو ځای امیر عبدالرحمن خان د اردو جوړولو ته ملا وتړله. اوسپنيز امیر اوسپنیزه اردو رامنځته کړه. ښه ښوونه او روزنه يې ورکړه. د اردو په مټ يې په ټول هیواد کې واکمني ټینګه او یو غښتلی مرکزي حکومت يې را منځ ته کړ. د وسلو جوړولو کارخانې يې راوړې او د وسلو په جوړولو يې پیل وکړ.

د اوسپنیز امیر په لاس د جوړې شوې اردو په مټ د ده تر مړینې وروسته امیر حبیب الله خان هم خپله واکمني بې له جدي ستونزو پای ته ورسوله او ور پسې غازي امان الله خان هم د اوسپنیز امیر په لاس د جوړې شوې اردو او د افغانستان د ملت په مټ انګریزان دې ته اړ کړل چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژني.

زموږ په وزیرو کې یو لوی کلی دی، وټي کلي په نامه يې يادوي. په دوی کې یو په زړه پوری ناوړه دود دی. کله چې واده وي دوی د میلمنو له پاره دیګونه بار کړي، تر څو خواړه ورته چمتو کړي. په دې مهال ځوانان یو ځل سره په جنګ شي او غږ وکړي چې ويې لړئ. دوی دیګونه ټول چپه او هر څه ګډوډ کړي. څو شیبې وروسته پښیمانه وي او دیګونه له سره بار کړي. خو د پښیمانۍ څه ګټه، ځکه چې د واده خاوند ته خو یو واده د دوه ودونو په بیه تمام شوي وي.

اوسپنيز امیر او شهید امیر خو اردو جوړه کړه، امان الله خان هم ور ته وسلې او تر الوتکو پورې راوړې. خو څه چې د شینوارو د بیوزلي نايي ژوند هم ښه او د يوې مړۍ خاوند شوی و، غوښتل يې چې د کور په جوړولو هم پیل وکړي. خو له دې بې خبره چې د ده د کور نوي او زاړه څیزونه د ده لپاره نه وو، هغه ټول لوټ او د لوټمارو تر منځ وويشل شول. د افغانستان اردو هم په همدې ډول د امان الله د واکمنۍ په ړنګیدو سره ړنګه او وسلې يې هم کباړ شوې او دا ناکامه تجربه یو ځل بیا د افغانانو په خپلو لاسونو چې د اردو له منځه وړل وه عملي شوه.

د شینوارو نايې بیا د خپل کور په جوړولو له سره پیل وکړ. له دې سره کله چې محمدنادرخان واکمن شو، څرنګه چې په خپله د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر وخت جنرال، د حرب وزیر او لوی درستیز و له اردو سره يې ډیره مینه وه، بې له ځنډه يې د اردو په جوړولو پیل وکړ. تر ډیره حده يې اردو جوړه کړه او شمیر يې تر اتیا زرو تنو پورې ورساوه.

د نوموړي تر شهادت وروسته وروڼو يې او بیا محمدظاهر شاه د افغانستان ټولواک په ځانګړې توګه د سردار محمد داودخان د صدارت په لس کلنه موده کی عصري او مدرنه اردو جوړه شوه، د وسلو او د کدرونو له پلوه هم ورته ډيره پاملرنه وشوله، خو له دې بې خبره چې افغانان پر خپلو ځانونو د پیښو د تجربه کولو پخوانی تاریخ لري.

داود خان په ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۶ مه نیټه د افسرانو په مټ د ظاهرشاه واکمنۍ ته د پای ټکی کیښود. داودخان له فساده پاک واکمن و او د صدارت په لس کلنه دوره کې يې اردو ته ډیره پاملرنه کرې وه، خو له بده مرغه تر کودتا وروسته د اردو په هکله د سترو تېروتنو سره مخ شو.

ـ لومړی دا چې کودتا يې د افسرانو په مټ تر سره کړه او له دې سره يې افسرانو ته د کودتا چل او جرئت ورکړ.

ـ دویم دا چې د کودتا له بریا سره سم يې خپلو ملګرو ته یوه او دوه رتبې ډالۍ کړې او واړه ضابطان يې په درېیم بریدمنۍ رتبه ونازول او له څو تنو يې وزارتونه قربان کړل.

ـ له ټولو بده يې دا چې افسران يې په خپل ګوند غورځنګ ملي کې تنظیم کړل. له دې سره يې اردو ته ډېر زیات زیان ورساوه، افسران ترې خفه شول. نوموړي هم د کودتا په تور په لسګونو تنه افسران او جنرالان زنداني او یا اعدام کړل.

داودخان هم همغه د شینوارو د نايي تجربه پر اردو عملي کړه، ځکه افسران په لوی لاس په ګوندونو کې تنظیم او همغه و چې د ثور د قیام په پایله کې د نوموړي حاکمیت ته د پای ټکی کیښودل شو.

د ثور قیام د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند له خوا د اردو د افسرانو په مټ تر سره شو. له دې سره هغه څوک چې ګوندي به و هغه به اتل و. هغه څوک چې ګوندي به و، هغه که د دوو خرو دانه هم سره نه شوه بیلولای، هغه انقلابي او د هر مقام او څوکۍ مستحق ګڼل کېده. دوهم بریدمنان د برید جنرال او تورن جنرال په څوکیو وټاکل شول. د انقلابي دوهم بریدمنانو له خوا سپین ږیري ډګروالان په څپېړو و وهل شول.

هغه افسران چې په نورو ګوندونو کې وو د زندان د تورو تمبو ته ولویدل. بې پلوي افسران د اخوانيانو په نامه د مرګ خوراک شول. مانا دا چې هغه اردو چې د داودخان د صدارت په لس کلنه موده کې جوړه شوې وه، یوه برخه يې د جمهوریت پر مهال او نوره د ثور تر پاڅون وروسته پر سینه پریوته.

د انسانانو له پاره وبا، د چرګانو له پاره ټوغکی او د حیواناتو له تبک ډیرې ناوړه ناروغۍ دي. د افغانستان د اردو له پاره ستره وبا پر افغانستان د شوروي اتحاد وسله وال یرغل و. له یرغل سره د انسانانو د وبا په څیر د اردو څخه هم ډلې ډلې سرتیري او افسران زنداني او ووژل شول او زرګونو تنه د هیواد پریښودلو ته اړ شول. له دې سره په اردو همغه د شینوارو د نايي کیسه وشوه.

کله چې شورويان د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ او دوی د انساني او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شول. دوی د افغان د اردو جوړولو ته له سره پاملرنه وکړه. د اردو له پاره يې ډول ډول عصري وسلې راوړې، په شوروي کې يې په سلګونه افسران وروزل. د وسلو له پلوه داسې یوه اردو را منځ ته شوه چې د سیمې له هیوادونو سره له هره پلوه سیاله شوه.

همغه زړه خبره ده، چې که پر خپل ځان رحم ونه کړې له نورو ګیله کول بې ځایه خبره ده. او یا دا چې ما په خپله ځان وژلی یار ګرم نه دی. په ۱۳۷۱ لمریز کال د مجاهدینو له راتګ سره د نايي د کور لوټول پیل شول. دا ځل د نايي کور داسي لوټ شو چې بیا يې په هغه شکل رغول خیال است و محال است.

د نايې کور ویجاړ شو، د کور کالي يې دا ځل په پاکستان کې و پلورل شول. د سرو زرو په بیه څیزونه د سړې اوسپنې په بیه د کباړ په نامه او یا د ډالۍ په توګه پاکستان ته یووړل شول.

اولادونه يې د نايي د اولادونو په نامه له هیواده وشړل شول. څه چې پاتې وو هغه د نورو تر منځ د خپلمنځي جګړو له پاره وکارول شول. چې د نايي حال داسي و، نو د افغانستان د اردو د کمونست ټانک، کمونست توپ، کمونستې الوتکې او کمونستو نورو وسلو او تجهيزاتو حال به څرنګه وو.

ښکاره ده چې د کفر مال و، خوړل، لوټول، ویجاړول، پلورل او د یوه او بل پر سر يې وهل لازمي وه، چې همداسې هم وشول. په پای کې د وزیر محمد اکبرخان تر تفنګچې او قوالې پورې پاکستان ته په ډیر احترام حواله شول.

حیران دې ته یم چې افغانان څنګه د هېوادپالنې دعوه کوي، حال دا چې تر ډېره دغه شیان د همدغه وطن د بچیانو په لاس پاکستان ته د کباړ په توګه یووړل شول.

د امریکایانو له راتګ سره موږ په دې نه پوهیدو چې د شورویانو په لاس جوړ شوو دیوالونو، ویالو، بندونو، سرکونو، ټانکونو، توپونو، راکټونو او له هر څه به د شورویانو بوی ځي. ټول څيزونه د شورویانو په نامه له منځه لاړل او د اردو ټول تجهیزات د اور د لمبو خوراک وګرځیدل.

د اردو پرسونل هم د بې وسلو کولو په نامه له اردو وشړل شول. کوم شمیر چې په ملي اردو کې د ډیرې اړتیا له مخې پاتې وه په ۱۳۹۷ لمریز کال د اردو د ځوانولو په نامه په بې شرمۍ سره د قانون خلاف له اردو وشړل شول.

اوس خبره دا ده چې چاړه ستوني ته رسیدلې ده هیله ده چې افغانان له پخوانیو دودونو څخه ځان وژغوري، زړې تجربې بیا پر ځان تجربه نه کړي او خپله ملي اردو چې څه نا څه را پاتې ده، طالبانو سره د سولې په پلمه ویجاړه نه کري.

که مجاهدینو اردو ساتلي وای او وسلې يې کباړ کړې نه وای اوس به دومره چاته احتیاج نه وو. که اوس هم پخوانۍ تجربې پر ځان تجربه شي او له تعقل څخه کار وانه خیستل شي، یو ځل به بیا د سیمې او نړۍ د خلکو د خندا شو. طالبان او د افغان دولت کارکوونکي ټول افغانان دي، که هیواد او د هیواد ملي شتمنی خپله او د ټول ملت مال ګڼي، هیله ده چې تر سولې وروسته د هیواد په خاطر خپله ملي شتمنی چې ملي اردو ده وساتي او پخوانۍ زړې تجربې چې د اردو درې وړې کول وو تکرار نه کړي.

«د يوه غښتلي وسله وال ځواک په هیله»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب