سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانیستې مراسمو وروسته بېرته...

عبدالله عبدالله د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانیستې مراسمو وروسته بېرته کابل ته ورسېد

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ لوړ پوړی حکومتي پلاوی چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پرانیستونکو مراسمو لپاره دوحې ته تللی وو بېرته کابل ته ورسید.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس د بین الافغاني مذاکراتو په څنډه کې د قطر هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د سولې په هکله له نږدې خبرې کړي او ډاډ یې تر لاسه کړی چې یاد هېوادو به د سولې په برخه کې دوامداره همکاري کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې د حکومت او طالبانو ګډ مذاکراتي پلاوي به سبا دوشنبه قطر کې خپله لومړنۍ کاري ناسته وکړي.

د حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي چې په دې ناسته کې یې پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردک هم وايي، د مذاکره کوونکي ټیمونو د تماس کمېټو نن د ماښام تر لمانځه وروسته ګډه ناسته تر سره کړې ده.

د نوموړي په وینا په یاده تر سره شوې ناسته کې د راتلونکو مجالسو پر کاري اصولو او مهال ویش باندې خبرې شوي دي.

د حکومت له لوري محمد معصوم ستانکزی، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عنایت الله بلیغ او نادر نادري د تماس کمېټو غړي ټاکل شوي دي.

طالبانو بیا شېرمحمد عباس ستانکزی، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا نورالله نوري، مولوي عبدالکریم او شیخ قاسم ترکمن د تماس کمېټې د غړو په توګه ټاکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب