دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تخنیکي ډلو د بندو دروازو...

د حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تخنیکي ډلو د بندو دروازو تر شا ګډه ناسته وکړه

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: د سولې لپاره د حکومت او طالبانو تخنیکي یا تماس ډلو نن د رسنیو په نشتون کې ګډه ناسته وکړه.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې وه دواړه لوري په دغه ناسته کې د راتلونکو مذاکراتو پر اجنډا خبرې او توافق وکړي.

د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم ویاند احمد نادر نادري وايي یاده ناسته یې د دواړو ډلو تر منځ د کاري مشورو په خاطر تر سره کړې خو په اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې نن یې قطر کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، په دغه ناسته کې به دواړه لوري هغه اساسي پوښتنې مطرح کړي چې تر کوم ډول نظام لاندې ګډ ژوند کوي.

عبدالله خبریالانو ته په خبرو کې وویل، سره له دې چې د دواړو لوریو تر منځ د نظر اختلافات شته خو په وینا یې مذاکرات باید جاري وساتل شي.

هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې ستونزې ژر حل کړي، خو په خبره یې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%87-%db%8c%db%90-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7/

بلخوا د حکومت مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د سولې له خبرو سره یو ځای د جګړې دوام ورته د منلو وړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د افغانستان په څو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو تر منځ نښتې شوي چې دواړو لوریو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

سره له دې چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو ګډه ناسته کړې، خو تر اوسه یې د اجنډا جوړولو او د راتلونکي پلان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب