تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: زلمی خلیلزاد وايي، افغانان باید یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې ټول شموله وي او ځانونه پکې وویني.
د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي، په قطر کې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې باید روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي افغان مذاکراتي ټیم ټولشموله بللی او د طالبانو مرکچي پلاوی یې هم پیاوړی یاد کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت نه یواځې امریکا ته، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم د منلو وړ نه دی.
که څه هم خلیلزاد د کومې ډلې یا هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د افغانستان د ننه ځیني ډلې او یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغان جګړه کې خپلې ګټي ویني نو له همدې امله نه غواړي چې دلته تلپاتې سوله راشي.
خلیلزاد د حکومت او طالبانو د خپلمنځي مذاکراتو په هکله ویلي چې زیات وخت ته اړتیا ده تر څو دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر هم له رسنیو سره په خبرو کې ورته څرګندونې کړي دي، چې دغه خبرې به ډېر وخت ته اړتیا ولري.
په ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په قطر کې نن یوې خبرې غونډې ته وویل، دوی هڅه کوي چې ډېر ژر له طالبانو سره یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره پرون شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې مخامخ خبرې پیل شوې او ډیری هېوادونو یې له پیلېدو څخه ملاتړ اعلان کړ.