جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قطر امیر او عبدالله عبدالله د سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې...

د قطر امیر او عبدالله عبدالله د سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې کړي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه الثاني سره کتلي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د قطر امیر د افغان سولې وروستي پرمختګونه ستایلي او ښاغلي عبدالله ته یې په دې برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

عبدالله هم د سولې په برخه کې د قطر هېواد له همکاریو مننه کړې او له یاد هېواد څخه یې په دې برخه د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه الثاني په افغانستان کې د تاوتریخوالي او روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې نن تر غرمې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس ملاعبدالغني برادر او د یادې ډلې د مذاکراتي ټیم مشر عبدالحکیم حقاني د قطر له امیر سره لیدلي او د سولې پر روانې پروسې یې خبرې کړي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d8%a7%d9%85%db%8c%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب