۲۰۰۷ کال و. د طالبانو مشهور قوماندان ملا دادالله تازه وژل شوی و. شاید د اجمل نقشبندي او سید اغا ازار وهلی و؛ ځکه هغه ورځو کې دوی له یوه ایټالوي سره یو ځای ونیول شول؛ د دې دواړو افغانانو او مسلمانانو سرونه پرې شول؛ خو له هغوی سره نیول شوی ایټالوي کاپر روغ جوړ الوتکې ته وخوت او په موسکا یې د الوتکې له زینې لاسونه خوځول.
همدې وخت کې سپین ږیري او مشر ژورنالیست عبدالحمید مبارز صیب، پژواک خبري اژانس ته د مرکې درخواست وکړ او مرکې لپاره زه ورغلم.
مرکه شهرنو کې په یوه کوچني او ساده کور کې وه ( غالبا خپل کور به یې و) پر شنه کبله څوکۍ ایښې وې او د مڼې له ونې نیمايي پاڼې داسې تویه شوې وې؛ لکه خواته چې یې چاودنه شوي وي.
مبارز صیب، د دادالله وژل د یوه نوي پړاو پیلامه ګڼله. په دې تصور و چې ګوندې نوره کیسه ختمه ده او د جګړې ټغر په ټولیدو دی.
ما ور ته ویل: ګوره صیب؛ همدغه تصور چې ته یې لرې، په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي له مرګه وروسته هم ځینو شنونکیو سره موجود و؛ خو غلط ثابت شو. داسې جنګیالي میدان ته راغلل چې د زرقاوي تشه هم محسوس نشوه. ( زرقاوي ۲۰۰۶کې عراق کې ووژل شو)
خو مبارز صیب له خپلې وړاندوینې نه تیریده او ویل یې چې د عراق او افغانستان اوضاع فرق کوي.
ما ویل نو کومه ده؛ جګړه کې خو هیڅ توپیر رانغلو؟
هغه ویل چې جګړې ته د دې لپاره شدت ورکول کیږي چې د خبرو پر مېز زیات امتیازات ترلاسه کړي.
دغه تکراري خبره ډیره ځورونکې ده. آن هغه وخت چې کابل کې جهادي ډلې خپلو کې یو بل ته اړم وې چې کله به د سولې خبره ګرمه شوه؛ نو جګړو به لا کش پیدا کړ. شاید په همدې نیت چې د خبرو د مېز په سر ډير امتیازات ترلاسه کړي. د همدې امتیازاتو په ټس کې ښکلی کابل کنډواله شو. د کابل لارې کوڅې د کابل ښاریانو ،چې د حسن صفتونه یې کیدل، په جسدونو ډکې شوې، دولتي تاسیسات لوټ شول، بې عزتۍ پیښې شوې او…
د ملا داد الله له مرګ وروسته جګړې ارامې نشوې او دې جګړو تر اوسه د زرګونو طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو سرونه و ریبل او د سوال په پیسو جوړ شوی وطن وسوزیده او و نړیده.
اوس هم په ارام او څراغان قطر کې د سولې خبرې روانې دي؛ خو زموږ وطن کې اورونه بل دي. ډزې دي، چاودنې دي او وژنې دي.
شاید دا هم د خبرو پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره وي؛ خو اخر دا کوم امتیاز دی چې د انسانانو له ژونده هم ډیر مهم دی؟ دا کوم امتیاز دی چې په بدل کې یې وطن ړنګیږي او دا …
قطر، ته وګورئ. ودان دی، څراغان دی او د خدای مخلوق پکې ډاډه ژوند کوي. دا ځکه چې هغوی جګړه نه کوي؛ که د جګړې شوق یې درلودای اوس به هغه هم زموږ وطن غوندې لوټې لوټې او تپه تیاره و.
د جګړې ښکېلو غاړو!
د خدای ج روی مې دروړی؛ نور له جنګه لاس واخلئ. نور د امتیازاتو لپاره خپل خلک مه وژنئ. موږ چې موجوده کونډې او یتیمان وپالو دا به مو ستره کارنامه وي.
وګورئ:
دا ډيره د شرم خبره ده، په خدای زه یې چې له تلویزیونه ګورم شرمیږم او هغه ځکه چې موږ ټولې نړۍ ته وایو چې اسلام د سولې دین دی، موږ ځانونه د همدې مقدس دین پیروان ګڼو؛ خو د قطر په غونډه کې کاپر میلمانه بار بار موږ مسلمانانو ته د خپلمنځي سولې عذرونه کوي او راته وايي چې نور یو بل مه وژنئ او سوله وکړئ!
بس دی؛
نور د دې وطن هیڅوک هم د وژلو نه دی؛ که هغه طالب وي، که امنیتي ځواکونه وي، که عام وګړي وي.
او:
(( افغانستان د ورانولو نه دی
دلته هیڅوک هم د وژلو نه دی))
نعمان دوست
۱۳۹۹، د وږي ۲۳مه
زه بیسواد او فقیر کس سخت ددی خبری ضد یم چی ګوندی موږ د جنګ او جګړی شوقیان یو ، دا خبره به د افغانستان د خلګو او تاریخ او فرهنګ د دښمنانو د ګوستأخانه او دښمنانه بدن د واکسیناسیون یا حد اقل د برائت مفهوم ولری.
د پورته ادعا د ثبوت لپاره راسی یو پوخ او انکار نه منونکی سند خپلو سترګو ته کیږدو ، سند دادی:
” د ظاهر شاه د حکومت دڅلویښت کلونو په اوږدو کی همدا وولس ؤ، همدا جغرافیا وه، وولس هم په فرهنګی او اقتصادی او اجتماعی او سیاسی او صِحی فقر او ( هر فقر ) مبتلاء او اخته ؤ خو د خپل منځی او بل منځی جګړی څخه لیری ساتل سوی وه، ولی؟
دا ځکه چی ددی ډول آرامی او امنیت تأمین د استعمارګرانو د ستراتژیو یوه مهمه برخه وه
خو
نن ورځ زموږ په ټولنه کی د جګړی د فرهنګ! حاکمیت د همهغو استعمارګرانو د ستراتژیو بله برخه ده.
د افغانستان د وږو خلګو په وچو او پاکو او چاودلو شونډانو قسم او سوګند چی:
که لوی بړوه ګان ( خصوصاً امریکائیان او انګریزان ) همدا نن اراده وکړی چی زموږ له خاوری او مغزونو څخه د جګړی د عواملو او لاملونو ویروسونه ( د روپو او وسلو چینه) ورک سی نو اته ویشت ساعته وروسته به د جګړی فضاء د اُګرې په فضاء بدله سی.
سلامونه،
د ورور نعمان دوست له لیکنې او ورکړي عنوان سره بالکل موفق یم.
دا څه ډول اسلام دی چې دواړه خواوو د زیړ-سپین کافرانو سره ډزبند!! کړی او بیرته همدا جهاني استکبار د دوی تر مینځ سوله کوي هغه هم د هغه چا په منځګړیتوب چې خپل پلرني او مورني وطن د بموریو او بدبختیو نقشې ېې همدو خسرخیلو !ته ېې رسم کړې وې حتی د عراق د بربادۍ نقشه هم!!.؛ لاکن د افسوس او ژړا ځای دا دی چې دواړه خوا افغاني ځوانان صرف د یو څو روپیو لپاره ځان، کورنۍ، وطن او آخرت پلوري او خسر الدنیا او آخرت کیږي!!.
سلام دافغانستان خواخوږی ادیب او لیکوال ښاغلی نعمان دوست او محترمو تبصره کونکو: د وژنې لپاره عام خلک،استخدام شوی بې ګناه عسکر او طالبان دنعمان په خبره درېواړه یو افغان دی.دامنیت تامین او سکون کې دچا کاراو ستراتیژی دغلام حضرت ورور اود ډاکتر ساپی د چا په منځګړیتوب ؟ هم کره او هم رېبه ! ستر مفهوم پروت دی .که موږ واقعا دغه موضوع په علمی او عملی توګه وڅېړو همانا اسلام ندارد در ذات خود عیبې هر عیب که است در مسلمان ماست. سوله نعمت دی اوحریت……….الله ج دې په دې غیرتی ولس رحم وکړی
سلامونه درانو،
دقیق تاریخ رانه هیردی خویوڅوکاله پخوامې په ولسوالي کې دزده کوونکوپرمخ یوه تعلیمي اداره یا کورس حلاص کړ. ډیرزده کوونکي درس ته راتلل. یوه ورځ پرولسوالي بریدوشو، سهار شو، سهارپولیس راغلل، خلک يې دسړک پرغاړه پرمخې باران ته څملاول. پوهیږئ ولې؟ ددوی غوښتنه داوه چې موږته طالبان راوښيئ. حال داچې طالبان دشپې تللي وواوموږهیڅ لیدلي نه وو. روغ ، ناروغ، سواده اوبې سواده …. يې ټول پړمخې په خټوکې باران ته څملولي وو. اخردخلکوخوصله ختمه شوه. یوسپین ږیری ولسوال ته مخامخ ودرید، ویې ویل: زه پوهیږم چې نه دولت او نه هم طالب کاپردی. ددوی ترمنځ دجنګ اوجګړې ددوام لپاره پردواړورنګونه وهل شوي دي. سپین ږیري دخپلې خبرې دتکیې لپاره یوې واقعې ته اشاره وکړه: پخواوختونوکې یوسړي ډيرچرګان ساتل ، دهغه کاروبار دچرګانوساتل اوخرڅول وو. یوه ورځ یې دچرګانوترمنځ دجګړې لپاره هڅه وکړه خوناکام شو. بله ورځ يې له یوهوښیارپوښتنه وکړه چې غواړم چرګان له یوبل سره وجنګوم خودوی په خپلوکې جنګ نه کوي. سړي ورته وویل: داسې وکړه چې کله چې دوی خپلې کوټنۍ ته ننباسي نولومړۍ يې په بیلابیلورنګونورنګ کړه. سړي همداسې وکړل، سهارچې چرګان له کوټنۍ راووتل له یوبل سره يې برید کړ. نو ننۍ لوبه عین شان دچرګانولوبه ده.