جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران کې افغان کډوالو ته د کمپیوټري تذکرو د وېش ۴ مرکزونه...

ایران کې افغان کډوالو ته د کمپیوټري تذکرو د وېش ۴ مرکزونه پرانیستل شول

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي ایران کې یې مېشتو افغان کډوالو ته د کمپیوټري تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په اعلامیه کې راغلي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسه تېره ورځ د افغان او ایراني چارواکو په حضور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو سره پیل شوه.

سرچینه وايي افغان کډوالو ته یې د کمپیوټري تذکرو د وېش دوه څانګې په تهران او نور په مشهد ښارونو کې فعالې شوي دي او ډېر ژر به د کډوالو د اسانتیا په خاطر یوه بله څانګه د ایران په کرمان ښار کې پرانیزي.

په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي ټیم مسؤل رفیع الله باهر وايي، یادې ټولې څانګې یې په اړینو وسایلو سمبالې کړي دي.

نوموړی زیاتوي په ایران کې کډوالو ته ورکول کېدونکي پېژندپاڼې په کابل کې چاپ او بیا به د وېش په موخه ایران ته واستول شي.

دغه اداهر وايي، د کمپیوټري تذکرو په تر لاسه کولو سره به کډوال د پام وړ اسانتاوې تجربه کړي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د مالوماتو له مخې په ایران کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسه د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي له ۲۷ نېټې څخه پیل شوې چې اوس د تهران ښار کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.

تر دې وړاندې یادې ادارې ویلي وو چې تر ایران وروسته به دغه لړۍ په پاکستان، هند او اروپایي هېوادونو کې پیل کړي.

3 COMMENTS

  1. د دې عمل تر شا بله کومه پټه دسیسه پرته نه وي. داسې نشي چې د افغان په نوم په زرهاوو ایرانیان دا پېژند پاڼې ترلاسه کړي او بیا د آخوندانو په ګټه وکارول شي. په هېواد کې دننه دا لړۍ په ډېره پڅه توګه پرمخ ځي، کله پکې د دین کلمه او کله هم د مور نوم او کله هم بله بهانه ورته پیدا شي. خو بیا په ایران کې چې ۹۹ سلنه مهاجر یې هزاره ګان دي، ډېره په چټکتیا سره پیلېږي. دا لړۍ ولې په لمړي سر کې په پاکستان کې پیل نشوه چې ډېری کډوال هلته اوسېږي او هم د لمړیتوب حق لري. درناوي

  2. دا ډیر یو احمقانه عمل دی
    تاسو پخپله د ایران سپاه پاۍداران ته ددی زمینه مساعده وی چه د افغانستان تذکره تر لاسه او بیا د افغان په حیث ستا ملک وران کړی
    په بل هیواد کی د تذکرو ویش احمقانه عمل ده باید مخه یی ونیول شی

  3. تذکره اخیستل او درلودل د هر افغان که هغه د هېواد دننه او یا خارج کې وي ، قانوني حق دی. د افغانستان د دولت مسوولین تر تاسو ښه پوهیږي . دوی خپل او بېګانه اتباع ښه پېژني . بنا تنګ نظري مه کوئ .
    که څوک تذکره ولري ، هغه کولای شي ، پاسپورت هم ترلاسه کړي . د خپلې تذکرې په اساس تحصیل وکړي او نورو هېوادونو ته قانوني سفر وکړي. بېرته خپل هېواد ته راستون شي . قانوني او رسمي دنده تر سره کړي . مځکه ، کور ، باغ ، فابریکه او شرکت واخلي او یا یې خرڅ کړي . سوداګري او تجارت وکړي . ځان ته قانوني وکیل ونیسي .
    د تذکرې پراساس د خپلو اولادونو درلودل د قانون په رڼا کې تثبیت کړي ، میراث تر لاسه کړي او یا خپل ملکیت پر نورو خرڅ کړي. واده وکړي ، قانوني نکاح خط تر لاسه کړي او ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب