چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهم.م: کورونا به په نړۍ کې ۱۷۶ ميليونه نور وګړي هم لوږې...

م.م: کورونا به په نړۍ کې ۱۷۶ ميليونه نور وګړي هم لوږې سره مخ کړي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) ملګروملتو خبرداری ورکړی، چې ښايي په ټوله نړۍ کې ۱۷۶ ميليونه وګړي نور هم د کورونا له امله بېوزلۍ او لوږې سره مخ شي.

م.م. په یوه خبرپاڼه کې  د بېوزلۍ دبرخې د یوه کارپوه له قوله ویلي، چې د نړۍ اقتصادي وضع د کورونا وبا له امله تر بل هر وخت ډېره لوېدلې ده.

د خبرپاڼې له مخې تر دې دمه د خلکو د ساتنې لپاره شوي اقدامات نشي کولای د لوږې مخنيوی وکړي او دغه راز یې د نړۍ له مشرانو وغوښتل څو، په دې برخه کوټلي ګامونه پورته او په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ او لوږې مخنيوی وکړي.

سرچینې زیاته کړې که چېرې د نړۍ هر وګړي ته تر۳،۲۰ ډالره ورځنی لګښت ورکړل شي بيا به هم په ټوله نړۍ کې ۱۷۶ میليونه نور وګړي لوږې سره مخ شي.

ملګروملتو ویلي: « ډيری هېوادونو د خپلو مرستو پروګرامونه پای ته رسولي او په کورنیو کې هم خلکو شته پانګې وخوړلې، نو امکان شته ، چې دې سره ډېر بد اقتصادي حالت راشي.»

د کورونا وبا لومړی په چين کې کشف او بيا یې  د ټولې نړۍ هېوادونه په هر برخه کې سخت وځپل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب