Homeخبرونهپه هرات کې د جومات پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی

په هرات کې د جومات پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) په هرات ولایت کې د یو جومات پر لمونځ کوونکو خونړی وسله وال برید شوی دی.

تیره شپه په هرات ولایت کې نامعلومو وسله والو د جبرييل په ښارګوټي کې په جومات وسله وال برید وکړ.

د هرات ولایت د والي‌ ویاند رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه نامعلومو وسله والو د جبرییل ښار ګوټي‌ کې د جومات پر لمونځ کوونکو ډزې وکړي چې په نتیجه کې درې تنه لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړ او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ویاند ویلي دي‌ چې برید د موټر سایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی.

ویل کیږي برید کوونکو د جومات پر لمونځ کوونکو پداسې حال کې برید وکړ چې د لمانځه نه وروسته د جومات نه د راوتو په حال کې وو.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د هرات امنیتي‌ ځواکونو هم تر اوسه پورې ددې پیښې په تړاو څوک ندي‌ نیولي، خو ویلې یې دي چې د برید په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...