جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني خبرو پرانیسته کې عبدالله عبدالله او ملا برادر وینا...

د بین الافغاني خبرو پرانیسته کې عبدالله عبدالله او ملا برادر وینا وکړه

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د قطر په پلازمینه دوحه کې نن بین الافغاني مذاکرات پیل شول.

دغه مذاکراتي غونډې ته د مصالحي عالي شورا مشر ډاکتر عبدلله عبدالله وینا وکړه او وې ویل چې” له رامنځته شوي فرصته باید د سولې د ټینګښت لپاره استفاده وکړو”

هغه زیاته کړه د افغانستان اوسنی اساسي نظام د ملیونونو افغانانو له ملاتړه برخمن دی او مقابل لوری هم د ټولنې د یوه قشر ملاتړ لري، پکار ده چې له ۴۲ کلونو وروسته جنګ ختم کړو.

د هغه په وینا د سولې عالي شورا جوړېدا د سولې لپاره د افغانستان د دولت د ارادې ښکارندیه ده.

نوموړي ویلې، موږ دلته د سولې لپاره او د سولې په نیت راغلی یو.

عبدالله زیاته کړې ده چې دایمي سوله هغه وخت راتلی شي چې د ټولنې د ټولو خلکو له ملاتړه برخمنه وي او د افغانستان خپلواکي او یووالی تضمین کړي.

ده هغه په وینا چې لازمه نه ده چې په ټولو مسلو موافقې ته ورسېږو بلکې په اساسي مسایلو موافقه وکړو چې د جنګ مخه ونیسو او افغانان په سوله او ارامښت کې ژوند وکړي.

عبدالله د اوربند غوښتنه وکړه او د اساسي قانون، ولسواکي، د ښځو حقونه، بشري حقونه د افغانستان د دولت اساسي ارونه وبلل.

هغه د تېرو ۲۰ کلونو په بریاوو تاکید وکړ او د بشر دوستانه اوربند اعلان غوښتنه یې وکړه او دا ډول اوربند یې د ټولو افغانانو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره مهم وباله.

ده سوله نه یوازې د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره ګټوره وبلله بلکې ویې ویل چې د ټولې سیمې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.

هغه ویلې چې اجازه نه ورکوي چې بیا تروریستان د افغانستان له خاورې پر بل هیواد یرغل وکړي.

عبدالله د سیمې له هیوادونو په افغانستان کې د سولې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

له ډاکتر عبدالله عبدالله وروسته د طالبانو د مرکچي پلاوي ملا هبت الله مرستیال ملا برادر غونډې ته وینا وکړه هغه له مقابل لوري غواړي چې تړون عملي کړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې دواړه خواوې په زغم او حوصله بحثونه پر مخ یوسي.

هغه د طالبانو له لوري وویل چې په اخلاص به د سولې او سوکالۍ لپاره زمینه برابره کړي
او نړۍ ته اطمینان ورکوي چې هڅه به کوي چې بین الافغاني خبرې نتیجه ورکړي.

د نوموړي په وینا چې غواړي افغانستان ازاد، خپلواک او مستقل هیواد وي او اتباع یې له تبعیض او توپیره لېرې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي.

د هغه په خبره چې غواړي افغانستان په اینده کې له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

1 COMMENT

  1. وروره له ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله څخه وروسته دخبرونوبت دصالبانودقطردفتردمشر ملاعبدالغنی برادروو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب