جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې بین الافغاني خبرې به په څو شېبو کې پیل شي

د سولې بین الافغاني خبرې به په څو شېبو کې پیل شي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به بین الافغاني خبري په نیږدې څو شیبو کې په رسمي ډول پیل شي.

له اوو میاشتو اوږده ځنډه وروسته بالاخره افغان حکومت او طالبان دې ته اماده شوو چې له یو بل سره د خبرو مېز ته کېني.

ټاکل شوې نن شنبه د سپټمبر ۱۲مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبري پیل شي.

په دې مراسمو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترڅنګ د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله، د سولې په چارو د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم ګډون کوي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د دې مراسمو په پرانیسته کې د ګډون په موخه قطر ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې، نن ورځ به یوازې د بین الافغاني خبرو پرانیسته کېږي او د یادو خبرو پر اجنډا به خبرې کېږي.

دغه راز ویل کېږي د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د طالبانو تحریک مشر ملا عبدالغني برادر، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد، د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي رئیسان به د پیلیزې غونډې ویناوال وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اوږده ځنډه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت مرکچي پلاوی تېره ورځ قطر ته روان شو او په لنډو شېبو کې به دغه خبرې پیل شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب