جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتاجکستان او افغانستان پر امنیتي همکاریو ټینګار کړی

تاجکستان او افغانستان پر امنیتي همکاریو ټینګار کړی

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د راپورونو له مخې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې غړو او مشرتابه په افغانستان کې له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره خبرې کړې دي او دواړو لورو پر ګډو امنیتي همکاریو ټینګار کړی دی.

تاجکستاني رسنۍ وایي افغان چارواکو ډاډ ورکړی دی چې دوی به په پولو کې امنیتي اقدامات ډېروي او چا ته به اجازه نه ورکوي چې ګاونډیو ته امنیتي تهدیدات جوړ کړي.

تاجک چارواکو د ولسمشر له لومړي مرستیال، د ملي دفاع او کورنیو چارو له سرپرست وزیرانو، د ملي امنیت شورا له سلاکار او نورو افغان چارواکو سره پر یادو مسایلو بحث کړی دی.

تاجکستاني لوري ویلي دوی تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې په برخه کې یې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

تاجکستان د افغانستان له هغو ګاونډیو هیوادونو څخه دی چې وخت ناوخت له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب