Homeخبرونهآلمان: د بین الافغاني مذاکراتو د بریا لپاره ټوله هڅه کوو

آلمان: د بین الافغاني مذاکراتو د بریا لپاره ټوله هڅه کوو

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) آلمان وایي پوره هڅه کوي چې د افغان سولې مذاکرات بریا ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزل په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د نړۍ پنځه هېوادونه د بین الافغاني خبرو په پرانیسته کې حضور لري او د ټولو هڅه دا ده چې دغه مذاکرات بریا ته ورسېږي.

د پوتزل په خبره د المان تر ټولو ستره هڅه دا ده چې دغه خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او پوره پوره هڅه کوي چې بین الافغاني مذاکرات بریالي شي.

المان تر دې وړاندې هم له افغان سولې سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی و او تر څنګ یې دې ته هم تیاری ښودلی چې د مذاکراتو د یوه دور کوربه توب به کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...