جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبحرین له اسرائیلو سره د سولې تړون هوکړه وکړه

بحرین له اسرائیلو سره د سولې تړون هوکړه وکړه

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې بحرین له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده.

ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا له یوې میاشتې په کمه موده کې دویم عربي هېواد دی چې اسرئیلو سره د سولې تړون کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کولو چاره ددغه هېواد د پاچا حمد بن عیسی بن سلمان آل خلیفه، د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټلیفوني خبرو کې وشوه.

ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ګام تاریخي او د سولې هوکړه وبلله چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له منځه وړل دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې منځنی ختیځ بدلیدونکی دی او د سولې هوکړې تر سره کېدل یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.

هغه وویل سیمه کې ګډوډي وه او اوس د ده په وینا د خپلو شریکانو ترمنځ بیا باور رامنځته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...